امریکا په دوستانه فوټبال لوبه کې جرمني ته ۲-۱ ماته ورکړه

Image caption د امریکا بریدګر لوبغاړي بوبي ووډ د سیالۍ له پای درې دقیقې مخکې وروستی ګول وکړ.

د امریکا د فوټبال لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې نړیوالې اتلې لوبډلې جرمني ته له یوې په زړه پورې سیالې وروسته ۲-۱ ماته ورکړه.

که څه هم د لوبې لومړی ګول کوربه جرمني وکړ خو امریکا وروسته وکولی شو دوه پرله پسې ګولونه وکړي او لوبه وګټي.

د امریکا بریدګر لوبغاړي بوبي ووډ د سیالۍ له پای درې دقیقې مخکې وروستی ګول وکړ.

اوسمهال د جرمني پخوانی فوټبال لوبغاړی جرګن کلینسمن د امریکا لوبډلې د روزونکي دنده پر مخ وړي.

جرمني په پیل کې ښه لوبه وکړه او هغه مهال ۱-۰ مخکې شوه چې ماریو ګوټسې د پټرېک هرمن د پاس په مرسته ګول وکړ.

خو د امریکا مېکېل ډیسکرډ د مایکل برډلي د ښکلي پاس په مرسته برابرونکی ګول وواهه.

هغه مهال چې امریکا ۲-۱ مخکې وه، د لوبې په وروستیو شېبو کې جرمني د دوهم ګول وهلو چانس درلود خو د منځ لوبغاړي سمیع خدیرا شوټ د ګول پر ستنه ولګېد.

دا په جرمني کې د امریکا لومړۍ بریا وه.

له دې لوبې وروسته، ټاکل شوې امریکا په جولای کې د ګولډ کپ سیالیو لپاره د ۲۳ کسیزې لوبډلې اعلان وکړي.

بل خوا جرمني د یورو اروپا ۲۰۱۶ کال لوبو غوراوي سیالیو په لړ کې د شنبې پر ورځ د جبرالټر له لوبډلې سره مخامخېږي.

په یوه بله لوبه کې بیا د بلېریم زېمېلي د دوو ګولونو په مټ کوربه سویټزرلنډ اورپايي هېواد لیچټینسټین ته ۳-۰ ماته ورکړه.

ورته مطالب