ټینس: ندال له سختې سیالې وروسته مارکس ته ماته ورکړه

Image caption ندال خپل سیال مارکس سره د لوبې په دریم پړاو کې برلاسی شو.

اسپانوي ټینس لوبغاړي رافیل ندال د جرمني په سټټګارټ لوبغالي کې خپل یوناني سیال مارکس بغداتیس ته له یوې سختې سیالې وروسته ماته ورکړه.

له دې بریا وروسته ندال تمه لري چې روان سیزن کې به ښه وځلېږي.

۲۹ کلن ندال چې اوسمهال په نړیوال درجه بندۍ لسم نمبر لري، مارکس ته ۷-۶، ۶-۷ او ۶-۲ ماته ورکړه او د مرسیډیز کپ سیالیو منځلوبو ته یې لار ومونده.

نوموړي چې تېره اوونۍ یې د فرانسې پرانیستو سیالیو منځلوبه کې خپله لوبه نواک جکوېک ته بایللې وه، مارکس سره د لوبې په دریم پړاو کې برلاسی شو.

د ګرانډ سلم لوبو ۱۴ ځلې اتل لوبغاړی ندال به په منځلوبه کې د استرالیا د درجه بندیو د پنځمې شمېرې لوبغاړي برنارډ ټومېک سره مخامخېږي.

ټومېک خپل سیال ټامي هاس ته په ۷-۶ او ۶-۲ ماتې ورکولو منځلوبې ته لار موندلې ده.

۳۷ کلن ټامي هاس چې د اوږې له عملیات وروسته ټینس لوبو ته ستون شوی و، خپل سیال ټومېک سره یې په لومړي پړاو کې سخته او په زړه پورې لوبه وکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ندال د خپل سیال بغداتیس چې د ۲۰۰۶ کال استرالیا پرانیستو سیالیو پایلوبې ته یې لار موندلې وه، له سخت مقاومت سره مخامخ شو.

ندال له خپلې بریا وروسته وویل: "پر چمن لومړۍ لوبه تل ګرانه وي. مارکس یو ډېر ښه لوبغاړی دی او له وړاندې یې یوه لوبه کړې وه."

"زه باید لا ډېره زړوره او تونده لوبه وکړم، شاټونه مې غوره کړم او په میدان کې په لا ښه ډول خوځښت وکړم."

ندال چې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټیټې نړیوالې درجه بندۍ ته رسېدلی د خپل سیال بغداتیس چې د ۲۰۰۶ کال استرالیا پرانیستو سیالیو پایلوبې ته یې لار موندلې وه، له سخت مقاومت سره مخامخ شو.

خو د لوبې په دریم پړاو کې ندال وکولی شو برلاسی شي او لوبه یې په دوه ساعتونو او ۴۰ دقیقو کې وګټله.

ورته مطالب