سوریې افغانستان ته فوټبال کې درنه ماتې ورکړه

د انځور حقوق aff
Image caption د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جون پر شپاړسمه خپله دویمه سیالي پنوم پن ښار کې له کامبوج سره کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روسیې ۲۰۱۸ مقدماتي سیالیو په لړ کې د لومړۍ لوبې پایله کې له سوریې شپږ – پر صفر ماتې وخوړه.

دا سیالي د افغانستان په کوربتوب د ایران مشهد ښار په ثامن لوبغالي کې وشوه.

په پیل کې داسې انګیرل کېده چې منصور فقیریار به دې لوبې ته ونه وځي، خو د افغانستان په ګول کې ولیدل شو، خو د سوریي لوبغاړو له خوا یې چې درې ګولونه وخوړل، خپل ځای یې فردین کوهستاني ته پرېښود.

سوري لوبغاړو له پیله تهاجمي لوبه پیل کړه او وتوانېدل چې د لوبې تر نیمايي پورې درې ګولونه ووهي.

افغان لوبغاړو په دویمه نیمايي کې یوڅو خطرناکه بریدونه وکړل، خو په ګولونو ونه توانېدل.

د لوبې پای کې بیا هم سوري لوبغاړي لاسبري شول او دوه نور ګولونه یې افغانستان ته ورکړل.

وروستی ګول عمر خاربین ورکړ، په ۹۰ دقیقه کې سوري لوبغاړو افغانستان ته د صفر په مقابل کې په شپږو ګولونو ماتې ورکړه.

د سوریې پروړاندې په دې لوبه کې د افغانستان د ټیم لارښوونه بوسنیايي سلاوان سکیلزیچ کوله، چې نوموړی تازه له دغې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

نوموړی وړاندې هم د افغانستان او لاووس او بنګله دېش پروړاندې سیالیو کې د ددغه ټیم مشر روزونکی و.

د انځور حقوق bbc
د انځور حقوق bbc

له لاووس سره لوبه د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو د افغانستان په ګټه تمامه شوه، او له بنګله دېش سره دواړې لوبډلې په یو یو ګول وهلو سره مساوي شوې.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جون پر شپاړسمه خپله دویمه سیالي پنوم پن ښار کې له کامبوج سره کوي.

د انځور حقوق f
Image caption د سوریې پروړاندې په دې لوبه کې د افغانستان د ټیم لارښوونه بوسنیايي سلاوان سکیلزیچ کوله، چې نوموړی تازه له دغې لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د انځور حقوق aff