د کرېکټ ایلیټ کپ پایلوبه کې پکتیا لغمان ته ماته ورکړه

Image caption د پکتیا توپوهونکو ټاکل شوی هدف له ډېرو ستونزو پرته لاسته راوړ.

د افغانستان کرېکت بورډ کورني کرېکټ څانګې له خوا د هېواد غوره ولایتي لوبډلو ترمنځ د ایلیټ کپ ولایتي پنځوس اوریزو سیالیو اتلولي پکتیا لوبډلې وګټله.

د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې پایلوبه کې لغمان لوبډلې ۱۷۳ منډې وکړې چې پکتیا لوبډلې د سیالۍ په ۳۹ اور کې پوره کړې.

پچه د پکتیا لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د لغمان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د لغمان توپوهونکي ښه و نه ځلېدل او ټوله لوبډله په ۳۸ اوور کې وسوځېده چې د خیبر ۴۷ او شفیق الله شفق چټکې ۳۴ منډې په کې د پام وړ وې.

د پکتیا بالران پیاوړي ثابت شول او ظاهر او رحمت شاه دواړو دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پکتیا توپوهونکو ټاکل شوی هدف له ډېرو ستونزو پرته په ۳۹ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سر لاسته راوړ.

Image caption غمی ځدران د ښه بیټنګ له کبله د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو.

د دوی له خوا تر ټولو ډېرې د غمي ځدران ناسوځېدلې ۵۸ او یونس احمدزي ۴۹ منډې وې.

په بالنګ کې د لغمان له خوا شفیق الله شفق او احمد ضیا د سیالې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

غمی ځدران د ښه بیټنګ له کبله د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو.

د لوبو د پای په مراسمو کې د خبرو پر مهال د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي وویل له دغو سیالیو خورا پیاوړي استعدادونه مخې ته راغلي او هېواد کې د کرېکټ د ښه راتلونکي ډاډ راکوي.

ورته مطالب