پاکستان او سریلنکا ترمنځ د لومړۍ ورځې لوبه باران لغوه کړه

د انځور حقوق b

د پاکستان او کوربه سریلنکا کرېکټ لوبډلو تر منځ د ګال په لوبغالي کې د لومړۍ ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ د باران له کبله لغوه شوه.

دواړه هېوادونه به په روانه لړې کې ټولې درې ټیسټ لوبې کوي.

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو دا څلورمه لړۍ ده.

پاکستان کرېکټ ټیم له ۲۰۰۶ کال وروسته له سریلنکا نه هېڅ د ټیسټ لوبو لړۍ نه ده ګټلې.

وروستی ځل دغې لوبډلې د انضمام الحق په مشرۍ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د ۱-۰ په ټوپیر ګټلې وه.

د سریلنکا د لوبډلې روزونکي مارون اتا پتو وايي د پاکستان په ټیم کې د ورو توپ اچونکي سعید اجمل نشتوالي له کبله د دوی مورال لوړ دی.

پر سعید اجمل تېر کال د سریلنکا خلاف ټیسټ لوبه کې د مشکوک ډول بالنګ له کبله بندیز لګېدلی و چې وروسته یې بیا د خپل توپ اچونې بڼې ته بدلون ورکړ.

نوموړی د بنګله دیش سره په وروستیو لوبو کې بریالی ثابت نه شو چې له کبله یې دی سریلنکا سره د لوبو لپاره پاکستاني ټیم کې نه دی غوره شوی او اوسمهال کاونټي کرېکټ لوبې کوي.

ورته مطالب