د بریتانیې ښځینه فوټبال لوبډله د نړیوال جام منځلوبو ته ووته

Image caption انګلستان درې ځلې نړیوال جام لوبو ته لار موندلې خو له منځلوبو یې زیات مزل نه دی کړی.

د بریتانیې د ښځینه فوټبال لوبډلې روزونکي مارک سیمپسن وویل د ناروې پر وړاندې د انګلستان وروستۍ بریا "تاریخي" وه چې دوی یې په مټ د نړیوال جام منځلوبو ته لار وموندله.

انګلستان دغه لوبه ۲-۱ وګټله او دا یې د نړیوال جام په برخلیک ټاکونکو لوبو کې لومړۍ بریا ده.

په منځلوبه کې به د انګلستان ښځینه فوټبال لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کوربه کاناډا سره مخامخېږي.

له نړیوالو اتلولیو وړاندې، کاناډا په یوه دوستانه لوبه کې انګلستان ته ۱-۰ ماته ورکړې وه.

ښاغلي سیمپسن وویل: "لوبغاړې پوهېدې چې دا یوه خورا مهمه سیالي ده او دوی غوښتل د انګلستان د فوټبال تاریخ کې خپل نومونه ثبت کړي".

"دا یې تاریخي بریا ده او د هر راز ستاینې مستحق دي. دوی خورا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او هېواد ته یې ویاړ ور په برخه کړ".

د لوبې لومړی ګول د ۱۹۹۵ کال نړیوال جام اتلې لوبډلې ناروې وکړ خو وروسته بیا د انګلستان ټیم پر لوبه برلاسی شو.

ښاغلي سیمپسن وویل: "موږ د روانو اتلولیو په نورو لوبو کې ولیدل چې هره لوبډله لومړی ګول وکړي نو بل ټیم ته بریا خورا ګرانه وي".

"خو د ۲۳ لوبغاړو دغې ډلې له ځانه مقاومت، ډسپلین او زیار وښود او پای کې یې لوبه وګټله. دغه بریا پر ځان زموږ باور زیات کړی دی".

انګلستان درې ځلې نړیوال جام لوبو ته لار موندلې خو له منځلوبو یې زیات مزل نه دی کړی.

سیمپسن زیاته کړه: "دا به یوه ستره سیالي وي، لوبغالي کې به خلک هم خورا ډېر وي. دا زموږ لپاره یوه ځانګړې لوبه ده".

"موږ پوهېږو چې سیال ټیم مو ډېر تکړه ده. موږ به ورته پوره چمتووالی نیسو او بیا نو پایله په لوبغالي کې د لوبغاړو لوبې پورې اړه لري".

ورته مطالب