د پاکستان ظهیر عباس د کرېکټ نړیوالې شورا نوی مشر وټاکل شو

د پاکستان کرېکټ ټیم پخوانی کپتان او د وخت تکړه توپوهونکی ظهیر عباس د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي د آی سي سي په هغه غونډه کې چې د ویسټ انډیز په باربېډس کې وشوه، دغه مسولیت په ابتدايي ډول تر یوه کاله ومانه.

یاده دې وي چې د پاکستان کرېکټ بورډ هغه مهال ظهیر عباس د آی سي سي مشرۍ ته ونوماوه چې د دغه بورډ پخواني مشر نجم سیټي له نوماندۍ لاس په سر شو.

ظهیر عباس دوهم پاکستانی دی چې د آی سي سي مشر دندې مسولیت مني.

له نوموړي مخکې بل پاکستاني احسان ماني هم د آی سي سي مشر پاتې شوی خو باور دی چې ښاغلی ماني یو با قدرته مشر و، او د آی سي سي د نوي قانون له مخې اوسنی مشر به دومره واک و نه لري.

آی سي سي د پخواني مشر بنګله دیشي مصطفی کمال سره له لانجې وروسته د نوي مشر ټاکلو پرېکړه کړې وه چې راتلونکې کې به دغې څوکۍ لپاره یوازې پخواني ټیسټ لوبغاړي ګومارل کېږي.

مصطفي کمال د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام پر مهال له آی سي سي سره د مخالفتونو له کبله د خپل قرارداد مودې له بشپړېدو څو میاشتې مخکې استعفا کړې وه.

ظهیر عباس د پاکستان په استازیتوب ۷۸ ټیسټ او ۶۲ یو ورځنۍ لوبې کړې او دی د اسیا یوزاینی لوبغاړی دی چې په لومړۍ درجه (فرسټ کلاس) کرېکټ لوبو کې یې ۱۰۰ سلیزې کړې دي.

نوموړی په ۱۹۹۳ کې د آی سي سي لوبڅار په توګه هم دنده ترسره کړې او په مختلفو وختونو کې یې د پاکستان له کرېکټ بورډ سره هم رسمي اړیکې لرلې دي.

ورته مطالب