د سريلانکا کرېکټ لوبغاړی کومار سنګکارا غواړي تقاعد شي

Image caption ښاغلي کومار سنګکارا د پاکستان پر وړاندې له لوبو وروسته دغه پرېکړه په کولمبو خبريالانو ته واوروله

د سريلانکا توپ وهونکی کومار سنګکارا وايي غواړي له ټېسټ لوبو لاس په سر شي.

۳۷ کلن کومار وړاندې يوه ورځنۍ او شل اوريزه لوبې پرېښې دي، دی وايي غوړاي په اوړي کې له نړيوال کرېکټ لاس په سر شي.

دی به په راتلونکې اګست مياشت کې د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبو پر مهال کرېکټ پرېږدي.

ښاغلي کومار سنګکارا د پاکستان پر وړاندې له لوبو وروسته دغه پرېکړه په کولمبو کې خبريالانو ته واوروله.

تر اوسه سنګکارا ۱۲۳۰۵ منډې جوړې کړي دي چې د ټېسټ لوبو د زياتو منډو په جدول کې پر پنځم نمبر ځای لري.