امريکا د ښځو فوټبال نړيوالې اتلولۍ پايلوبې ته ورسېده

د انځور حقوق Getty

امريکا د ښځو فوټبال اتلولۍ نيمه پايلوبه کې، چې د کاناډا مونټېريال کې کېده، دوه ځله اتلې جرمنۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو څلورم ځل د دغې اتلولۍ پايلوبې ته رسېدلې ده.

د جرمني بريدګرې سېليا ساسېک د لوبې په ۵۸ دقيقه کې پېنالټي ګول نه شوی کړی، خو د امريکا کېپټانې کارلي لويډ ترې ۱۰ دقيقې وروسته له همدې ځايه په سر ګول وکړ.

احتياط لوبغاړې کېلي اوهارا په وروستيو شپږو دقيقو کې دوهم ګول وکړ، او ورسره يې پايلوبې ته د امريکا رسېدا ډاډمنه کړه.

ګټونکې لوبډله راتلونکې دوشنبه په ونکوور کې يا له جاپان او يا هم انګلستان سره پايلوبه کې لوبېږي. دغه دواړه لوبډلې به نن د نيمې پايلوبې دوهمه لوبه کې د اتلولۍ پايلوبې ته د رسېدو بخت ازمويي.

د مونټېريال دې نيمه پايلوبه کې دواړو خواوو، د ۵۰ زره زياتو نندارچيانو پر وړاندې سخته لوبه وکړه، خو پای کې امريکا د فرصت په ګټلو د جرمني اتلولۍ ګټلو ارمان ته د پای ټکی کېښود.

د امريکا ښځينه لوبډله چې تېرو اولمپيک لوبو اتله هم ده، له خپلو ځواکمنو دفاعي کرښو سره لوبېده، او په تولو پنځو لوبو کې يوازې اسټراليا پر ګول ساتونکې هوپ سولو ګول کړی، او هغه يې هم په لومړۍ لوبه کې و.

جرمني بيا په توپير تر ټولو زياتې ګول کوونکې ډلې په توګه لوبېده، خو د دې لوبې دوهمې نيمې لومړيو کې يې ان د پېنالټۍ له ګټلو سره سره، د امريکا پر ګول ساتونکې يې کوم ګول ونه شوی کړی.