امریکا له سویټزرلنډه د فیفا نیول شوي چارواکي غوښتي

د انځور حقوق AP
Image caption دغو کسانو کې د شمالي او مرکزي امریکا لپاره د شورا د مشر مرستیال جیفري ویب هم شامل دی

د امریکا متحدو ایالتونو له سویټزرلنډه غوښتي، د فوټبال نړیوال فدراسیون هغه اووه پخواني چارواکي وروسپاري چې مې میاشت کې نیول شوي وو.

د سویټزرلنډ قضایي فدرالي اداره وايي، ځايي پولیس به د فیفا مشرتابه پلاوي پخوانیو چارواکو د لېږد په غوښتنلیکونو پرېکړه وکړي.

نوموړې اداره وايي، دوی بیا د غبرګون(اپيل) لپاره ۱۴ ورځې وخت لري.

دغه کسان د میلیونونو ډالرو بډو راکړې ورکړې شکونو له کبله نیول شوي وو.

دغو کسانو کې د شمالي او مرکزي امریکا لپاره د شورا د مشر مرستیال جیفري ویب هم شامل دی.

په مخکنیو رپوټونو کې راغلي وو، چې د سویټزرلنډ پولیسو د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) ځینې لوړپوړي مشران په زوریخ ښار کې نیولي دي.

د رپوټونو له مخې، د فساد قضیه کې دغه تورن کسان امریکا ته د محاکمې لپاره د استولو په موخه نیول شوي وو.

په نیول شویو کسانو کې د فیفا د مرستیال جیفري وېب نوم هم راغلی و.

جیفري وېب د شمالي امریکا او کاربين حوزې د فیفا د کنفدراسیون مشري پرغاړه درلوده. ویل شوي چې د فیفا د فساد قضیه د دغه سازمان د تېرو ۲۰ کلونو اړونده ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فساد قضیه کې دغه تورن کسان امریکا ته د محاکمې لپاره د استولو په موخه نیول شوي وو

ورته مطالب