ټنېس: سيرینا وېلیمز وینس وېلیمز ته ماتې ورکړه

Image caption تر دې وړاندې د دواړو تر منځ په ترسره شویو ۲۵ لوبو کې ۱۴ سېرینا وېلیمز او ۱۱ وينس وېلیمز ګټلي.

د ټنېس په وېمبلډن سیالیو کې د امریکا تکړه ټنېس لوبغاړې سېرينا وېلیمز خپلې خور وينس وېلیمز ته د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبغاړو په پړاو کې ماتې ورکړه.

دغه دواړه خویندې نن (دوشنبه جولای ۶) د ۲۶م ځل لپاره د ټنېس په سیالیو کې سره مخامخ شوې.

تر دې وړاندې د دواړو تر منځ په ترسره شویو ۲۵ لوبو کې ۱۴ سېرینا وېلیمز او ۱۱ وينس وېلیمز ګټلي.

وېلیمز خویندې د نړۍ په کچه د ټنېس دوه مخکښې او تکړه لوبغاړې بلل کېږي او دواړو په ګډه د وېمبلډن ۵ اتلولیو په ګډون د ټنېس ۲۷ اتلولۍ ګټلي.

۳۵ کلنه وینس وېلیمز چې تر سیرینا وېلیمز مشره ده له تېر څه وخت راهیسې ټپي وه او په ډېرو لوبو کې یې ګډون نه کاوه.

بل اړخ ته یې خور ۳۳ کلنه سيرینا وېلیمز چې دوه میاشتې وړاندې یې د فرانسې پرانېستو سیالیو اتلولي وګټله د وېمبلډن اتلولۍ ګټلو لپاره هم تر نورو ښځینه لوبغاړیو غوره بلل کېږي.

له لوبې وړاندې سيرینا وېلیمز وویل:

"وينس زما خور ده. راتلونکې اونۍ مې هم خور ده، راتلونکي کال هم نو زما په اند زموږ خورولي تر لوبې یو څه ډېره مهمه ده"

وېلیمز خویندې په وېمبلډن سیالیو کې په لومړي ځل ۲۰۰۰م کال کې سره مخامخ شوې او هغه لوبه وينس وېلیمز ګټلې وه.

ورته مطالب