افغانستان هالنډ ته په ۳۲ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption دا د ۲۰ اوریز نړیوال جام ته د غورواي پړاو په سیالیو کې د افغانستان لومړی لوبه او لومړی بری و.

د ۲۰۱۶ کال کرېکېټ شل اوريزو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هالنډه وګټله.

د لوبې پچه هالند وګټله او لومړۍ يې افغانستان ته یې د بټېنګ يا توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له اړخه د لوبې پیل لپاره محمد شهزاد او نوروز منګل لوبغالي ته راغلل.

پیل یې ښه نه و او په ۵ منډو یې لومړی لوبغاړی وسوځېد.

کپتان اصغر ستانکزی او نوروز منګل هم ښه ونه ځلېد او په ۳۹ منډو د افغانستان درې لوبغاړي سوځېدلي و.

تر هغه وروسته سمیع الله شینواري او محمد نبي ښه لوبه وکړه او د دواړو لوبغاړو تر منځ د ۶۰ منډو ملګرتیا وشوه.

محمد نبي په ۳۳ او سمیع الله شینواری په ۴۴ منډو وسوځېد. نجیب الله ځدران هم په ۱۱ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۲ منډې وکړې او هالنډ ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

هالنډ په ځواب کې یوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

د دوی ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې وسوځېدل.

د هالنډ له لوري تر ټولو ډېرې منډې کوپر وکړې چې په ۳۶ منډو وسوځېد.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نجیب الله ځدران او شرف الدین اشرف ښه وځلېدل او درې درې لوبغاړي یې وسوځول.

محمد نبي هم دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د ۲۰ اوریز نړیوال جام ته د غورواي پړاو په سیالیو کې د افغانستان لومړی لوبه او لومړی بری و.

افغانستان بله لوبه د جمعې پر ورځ (د جولای پر ۱۰ مه) د سکاټلنډ په اېډنبرا کې له متحده عرب اماراتو سره لري.

د ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره غوراوي دې سياليو کې افغانستان په بي ګروپ کې له هالنډ، متحده عرب امارات، سکاټلنډ، کېنيا او عمان سره دی.

ورته مطالب