سیرینا ویلیمز د ښځینه ټېنس وېمبلډن سیالیو اتلولي وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption له دې وروسته به ویلیمز یو میاشت وروسته د امریکا ټېنس پرانیسو سیالیو کې ګډون کوي.

د امریکا سیرینا ویلیمز د ښځینه ټېنس وېمبلډن سیالیو پایلوبه کې د اسپانیې ۲۱ کلنې لوبغاړې ګبرین موګوروزا ته ماته ورکړه او د اتم ځل لپاره یې د دغو لوبو اتلولي وګټله.

ویلیمز پایلوبه کې د ۶-۴ او ۶-۴ په توپیر بریا لاسته راوړه.

نوموړې د لوبې په وروستیو شېبو کې د موګوروزا مقاومت سره مخامخه شوه خو پای کې یې لوبه په یو ساعت او ۲۳ دقیقو کې وګټله.

له دې وروسته به ویلیمز یو میاشت وروسته د امریکا ټېنس پرانیسو سیالیو کې ګډون کوي.

د موګوروزا لپاره دا د مهمو سیالیو لومړۍ پایلوبه وه. لوبه کې یې پیل ښه و خو وروسته پرې ویلیمز برلاسې شوه.

له لوبې وروسته سیرینا ویلیمز وویل: "څرګنده ده چې د لوبې پای شېبو کې پر ما فشار ډېر و. ګبرین ډېره ښه لوبه وکړه خو ما له ځانه سره ویل چې باید لا زیات زیار وباسم".

ویلیمز چې راتلونکې میاشت ۳۴ کلنه کېږي، د وېمبلډن ښځینه سیالیو تر ټولو د ډېر عمر اتلې په توګه یې د مارټینا ناورتيلوا لقب خپل کړ.

د نارینه و د ټېنس وېمبلډن سیالیو پایلوبه کې به دوه تکړه او تجربه لرونکي لوبغاړي راجر فیډرر او نواک جکویچ سره مخامخېږي.

فیډرر هڅه لري د اتم ځل لپاره وېمبلډن اتلولي وګټي خو جکویک بیا د دغو سیالیو دفاعي اتل او د فیډرر تکړه سیال دی.

ورته مطالب