افغانستان سکاټلنډ ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه

افغانستان د ۲۰۱۶ کال کرېکټ شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ غوراوي سياليو کې کوربه هېواد سکاټلنډ ته ۳۷ منډو ماته ورکړه.

دغه لوبه د سکاټلنډ په اېډنبرا ښار کې د دواړو تيمونو تر منځ ترسره شوه.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د پچې په ګټلو لومړی د منډو جوړلو پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې سکاټلنډ ته د ۲۰۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره محمد شهزاد ۷۵، نجيب ځدراڼ ۳۷، اصغر ستانکزی ۳۴ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد وکولای شوای يوازې په ۳۶ توپونو کې ۷۵ منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړې په توګه وپېژندل شو.

افغان لوبغاړو د سيالۍ په ټولو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ منډې جوړې کړې وې.

د سکاټلنډ لوبغاړو ونشوای کولای ښه لوبه وکړي خو د سيالۍ په يوه برخه کې وکولای شوای يو پر بل پسې دری شپږيزې ووهي.

سکاټلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شوای کړای او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې او سیالي یې د افغان لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبډلې خورا ښه لوبه وکړه تر اوسه دوی دری لوبې کړې چې ټولې يې ګټلې دي او د لوبو په جدول کې ۶ نومرې لري.

که افغانستان راتلونکې دوې لوبې وګټي مستقيم به نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي.

له سيالۍ وروسته د لوبې غوره لوبغاړي محمد شهزاد او لوبډلمشر اصغر ستانکزي له خپلو مينه والو مننه وکړه او ويې ويل "زموږ هېواد راته دعا کوي ځکه موږ لوبې ګټوو"