کرېکټ: پر چنای او راجستان لوبډلو دوه کلن بنديز

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند په غوره ليګ کرېکټ سياليو آی پي ايل کې د هند او نړۍ غوره لوبغاړي برخه اخلي

د هند سترې محکمې د دغه هېواد د غوره ليګ کرېکټ سياليو آی پي ايل پر دوو لوبډلو د جوړجاړي له امله دوه کلن بنديز لګولی دی.

چنای سپر کنګز او راجستان رايلز هغه دوه لوبډلې دي چې د دوو کلونو لپاره به په آی پي ايل سياليو کې برخه نه شي اخيستلای.

د سترې محکمې له لوري ټاکل شوې کمېټې د راجستان لوبډلې پر شريک مالک راج کندرا چې د هاليووډ د وتلې ستورې شلپا شيتي مېړه دی او د چنای سپر کنګز پر يوه چارواکي ګرونات مييپن د عمر تر پايه بنديز لګولی دی.

دوی دواړه په غير قانوني جوړجاړي ښکېل بلل شوي او د سترې محکمې ټاکل شوې کمېټې ويلي چې په دې کې ګرونات ۶۰ لکه هندۍ روپۍ زيان ليدلی دی.

دا کمېټه وايي ''هغه کس چې د زړه له تله کرېکټ ته درناوی لري، هغوی په دا ډول کړنو کې نه شي ښکېلېدای''.

د هند په غوره ليګ کرېکټ سياليو آی پي ايل کې د هند او نړۍ غوره لوبغاړي برخه اخلي.

په تېرو سياليو کې د چنای سوپر کنګز لوبډلې مشري ايم ايس ډوني کوله او د راجستان رايلز لوبډلې مشري د استراليايي توپ وهونکي سټيو سمېت پر غاړه وه.

چنای سپر کنګز لوبډله څلور ځله پايلوبې ته رسېدلې چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې يې اتلولي خپله کړه او راجستان رايلز د ۲۰۰۸ اتلولي ګټلې وه.

خبريالان وايي اوس په دې اړه پوښتنې راولاړې شوي چې د هند کرېکټ بورډ به په آی پي ايل کې د دغو لوبډلو بديل لوبډلې څنګه پيدا کوي.

آی پي ايل سياليو کې اته لوبډلې برخه لري چې د نړۍ د شل اووريزو کرېکټ لوبو تر ټولو بډايه سيالۍ دي.

ورته مطالب