رحیم سټرلینګ له مانچسټر سیټي سره خوښ ښکاري

رحیم سټرلینګ د انځور حقوق Reuters
Image caption ۲۰ کلن رحیم پر دې اند دی چې له نوې لوبډلې سره به یې یوځای کېدل پر نورو لوبغاړو هم مثبت اغېز وکړي

له لیورپول لوبډلې نه پر مانچسټر سیټي لوبډلې د ۴۹ میلیون پونډو په مقابل کې د لوبغاړي رحیم سټرلینګ لېږدېدو نوموړی هڅولی، چې په نوې لوبډله کې ځان هوسا احساس کړي. دا په انګلیسي لوبډلو کې تر ټولو په لوړه بیل پلورل شوی لوبغاړی دی.

رحیم سټرلینګ وايي، اوس د مقابل لوري پر وړاندې سم ځلېدو ته چمتووالی نیسي.

مانچسټر سيټي لوبډلې وویل، رحیم سټرلینګ یې له لیورپول لوبډلې د پنځو کلونو لپاره اخیستی دی.

۲۰ کلن رحیم پر دې اند دی چې له نوې لوبډلې سره به یې یوځای کېدل پر نورو لوبغاړو هم مثبت اغېز وکړي:

''زه پر دې معاملې ډېر خوښ یم او له نوې لوبډلې سره لوبېدو ته شېبې شمېرم''.

اټکل و چې سټرلینګ به تر ۲۰۱۷ کال پورې له لیورپول سره پاتې کېږي، خو نوموړی پر خپلې اونیزې ۱۰۰ زره تنخا پونډه خوښ نه ښکارېده.

لیورپول مخکې نه منله چې ګني سټرلینګ دې له لاسه ورکړي، خو په وروستي ځل یې دې معاملې ته زړه ښه کړ.

سټرلینګ په ۲۰۱۰ کال له کوینز پارک رینجرز څخه له لیورپول سره یوځای شو.

په ۲۰۱۱ کال له نیو کاسل یونایټېډ نه لیورپول ته لوبغاړی انډي کارول د ۳۵ میلیون پونډو په مقابل کې لېږدېدلی و.

د بریتانیا تر ټولو قیمته لوبغاړي

  • ۸۴،۳ میلیون پونډه – ګارېد بېل (له ټوټنهام نه ریل مدرید ته، ۲۰۱۳)
  • ۴۹ میلیون پونډه – رحیم سټرلینګ (له لیورپول نه مانچسټر سیټي ته، ۲۰۱۵)
  • ۳۵ میلیون پوڼده – اډي کارول (له نیوکاسټل نه لیورپول ته، ۲۰۱۱)
  • ۳۰ میلیون پونډه – ریو فردیناند (له لیډز نه مانچسټر یونایټېډ ته، ۲۰۰۲)
  • ۲۷ میلیون پونډه – لک شا (له سوټمپټن نه مانچسټر یویانټېډ ته، ۲۰۱۵)
  • ۲۷ میلیون پونډه – وېن رویني (له اېورټن نه مانچسټر یونایټېډ ته، ۲۰۰۴)
  • ۲۷ میلیون پونډه – جېمز میلنر (له اسټون ویلا نه مانچسټر سیټي ته، ۲۰۱۰)