افغانستان الف سرېلنکا کې لوبه وگټله

Image caption د افغانستان الف لوبډلې په دويم ځل د نور علي ځدراڼ د ٩٤ او نجيب ځدراڼ د سليزې په مټ ٤١٢ منډې وکړې

د ريس احمدزي په روزنه د افغانستان الف لوبډلې دا څلور ورځنۍ لوبه په ٦٩ منډو وگټله.

د لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې په خپل لومړي وار يوازې ١٥٨ منډې وکړې.

د سرېلنکا د کرېکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې په ځواب کې ٢٨٤ منډې درلودې.

د افغانستان الف لوبډلې په دويم ځل د نور علي ځدراڼ د ٩٤ او نجيب ځدراڼ د سليزې په مټ ٤١٢ منډې وکړې.

نور علي ځدراڼ دا تېر څو کلونه د ټپي کېدا او ناروغيو له امله له ملي لوبډلې ليرې او اوسه بېرته لوبډلې ته ستون شوی.

د سرېلنکا پرمختيايي لوبډلې ته په وروستۍ ورځ د ٢٩٠ منډو هدف وټاکل شو.

کيڼ لاسي ورو بالر حمزه هوتک پنځه کسه وسوځول او په دې توگه يې د سرېلنکا پرمختيايي لوبډله يوازې په ٢٢١ منډو سوځوله.

افغان کرېکټ بورډ هيله لري چې په الف لوبډله کې هغو لوبغاړو ته برخه ورکړي چې يا پخوا په ملي لوبډله کې لوبېدلي او يا ملي لوبډلې ته د داخلېدو امکان لري.

دوى غواړي په دې ډول سفرونو افغان لوبغاړو ته نوې تجربه ورکړي.

د افغانستان الف لوبډله به د سرېلنکا د دې سفر په ترڅ کې يوه بله څلور ورځنۍ لوبه هم کوي.

وروسته به يو شمېر يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

په دې لوبو کې د نجيب ځدراڼ، حمزه هوتک او نور علي ځدراڼ ځلېدنې به د ملي لوبډلې لپاره د دوى د بيا غوره کېدا لپاره ښه خبر وي.

ورته مطالب