واليبال: جاپان د اتم ځل لپاره د اسيا اتل شو

د انځور حقوق FARS
Image caption جاپان ايران ته په درې يو ماتې ورکولو سره په اتم ځل د اسيا سياليو اتل شو

د جاپان د واليبال لوبډله ايران ته په درې يو ماتې ورکولو د اسيا اتله لوبډله شوه.

ايران تر دې وړاندې په نيمه پايلوبه کې سره له دې چې چين لومړنۍ دوه لړلوبې وګټلې، خو په پای کې بريالی شو چې درې لړلوبې وګټي او خپل سيال مات کړي.

جاپاني لوبغاړي چې د ايراني لوبغاړو کمزورې نقطې يې په نښه کړې وې وکړای شول ۱۷- ۹ او ۲۵-۲۲ لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي.

په دريمه لړلوبه يا سيټ کې ايرانيانو ښه لوبه وکړه، خو جاپان وکړای شول د ښو سروېسونو په کولو ايراني لوبغاړي له ستونزو سره مخامخ کړي.

ايران په دريم سېټ کې د لومړي او دويم پرتله خورا ښه لوبه وکړه او دا ميدان يې ۲۵-۱۸ له جاپان نه وګاټه.

په څلورم سېټ کې لوبه خورا په زړه پورې وه او ايران هڅه کوله چې پنځم سيټ ته يې وغوځوي.

خو د جاپان بريدګر لوبغاړي شيميزو ښې لوبو وکړای شول سياله لوبډله مخکې تګ ته پرېنږدي.

جاپان څلورم سيټ ۲۵-۲۲ وګاټه.

جاپان ايران ته په درې يو ماتې ورکولو سره په اتم ځل د اسيا سياليو اتل شو.

ورته مطالب