مانچستر سيټي او ويسټهم خپلې لومړنۍ لوبې وګټلې

د انځور حقوق EPA
Image caption د مانچستر سيټي کپتان وايي موږ د پيل لوبې په ګټلو ثابته کړه، چې موږ هم د دغو سياليو يوه ښه لوبډله يو

په انګلستان کې د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ فوټبال غوره ليګ فصل سياليو مانچستر سيټي ويسټ بروم ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

وړمه ورځ ارسنل لوبډلې په حيرانوونکې توګه وېسټهم ته لوبه وبايلله.

په دغه لوبه کې ويسټهم ارسنل ته دوه ګولونه ورکړل او د فوټبال ډېر مينه وال يې هک پک کړل.

که څه هم ارسنل ۲۲ ځله د سيالې لوبډلې پر ګول بريدونه وکړل او د لوبې ۶۲ سلنه ولکه ورسره وه، خو د وېسټهم د پياوړې دفاع له امله په ګول کولو کې پاتې راغلل.

د ارسنل کلب مشر آرسن وينجر وايي: ''موږ د دې ماتې ځواب ورکوو. کېدای شي لوبغاړي له بره تر ډېر فشار لاندې راغلي وي. نن موږ په ذهني ډول زيان ليدلی او دا ډېر ښه وخت دی چې ځواب يې ورکړو''.

په ليګ سياليو کې ارسنل نهه پرله پسې وارې ويسټهم ته ماتې ورکړې ، خو دا لومړی ځل دی چې په خپل نوي لوبغالي کې لوبه بايلي.

له دې پرته ارسنل په خپل کورني لوبغالي کې د پنځو ليګ سياليو په څلورو هغو کې هېڅ ګول نه دی کړی.

په بله لوبه کې ليور پول سټوک سيټي ته په يوه ګول ماتې ورکړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption په ليګ سياليو کې ارسنل نهه پرله پسې وارې ويسټهم ته ماتې ورکړې ، خو دا لومړی ځل دی چې په خپل نوي لوبغالي کې لوبه بايلي

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ چې شنبه وه شپږ لوبې وشوې، چې د دفاعي اتل چلسي او سوانسي سيټي ترمنځ لوبه په کې دوه په دوه مساوي شوه.

د لوبې ۵۲ سلنه ولکه د چلسي په لاس کې او ۴۸ سلنه يې د سوانسي سيټي په لاس کې وه.

مانچستر يونايټېډ لوبډلې ټوټنم ته په يوه ګول او بورنيماوت آسټن ويلا ته په يوه ګول ماتې ورکړه.

په څلورمه لوبه کې کرسټل پيليس ناوريچ سيټي ته ۳-۱ ماتې ورکړه او په پنځمه سيالۍ کې ليسټر سيټي سينډرلنډ ۴-۲ په ګونډو کړ.

د لوبې په لومړيو ۳۰ دقيقو کې ليسټر سيټي درې ګولونه وکړل او له پيله يې خپله بريا تضمين کړه.

د شنبې ورځې په شپږمه سيالۍ کې د واټفورډ او اورټون لوبه دوه په دوه مساوي شوه.

ورته مطالب