د ترکيې فوټبال لوبغاړی محمد توپل له بريده روغ وتلی

د انځور حقوق hurriyet.com.tr

د ترکيې استانبول ښار کې د دې هېواد، د فوټبال لوبغاړي محمد توپل پر زغره وال موټر وسله وال بريد شوی.

پوليس وايي ده ته په بريد کوم زيان نه دی اوښتی او له بريده روغ وتلی دی.

۲۹ محمد توپل د ترکيې پېنبارچي ټيم سره لوبه کوي، د ترکيې پوليس وايي دی له خپل ملګري سره د فوټبال له تمرين وروسته کور ته پر لاره روان و چې دا بريد پرې وشو.

پېنبارچي لوبډلې دغه بريد غندلی او دا يې يو "وسله واله ترهګريزه" پېښه ګڼلې ده.

تراوسه نه ده روښانه چې دا بريد چا او ولې کړی، خو له دې وړاندې هم د دې لوبډلې پر بس بريد شوی چې چلوونکی يې په کې ټپي شوی و.

ويل کېږي په دغه بريد کې د ده ملګري ته هم کوم زيان نه دی اوښتی، د محمد توپل کلب د ده د موټر تصويرونه چې په ګولۍ لګېدلی خپاره کړي دي.