عامر خان وايي "فلويډ مې ويدر له ما ډارېږي"

Image caption عامر خان له خپلو ټولو ۳۴ مسابقو ۳۱ ګټلې دي او تېر کال يې ډني ګرسيا ته لوبه بايللې وه

د بريتانيا مشهور سوک وهونکی عامر خان وايي "فلويډ مې وېدر زما سره له مسابقې ډارېږي".

۲۸ کلن عامر خان چې په تېر جون مياشت کې يې کرېس الجيري ته ماته ورکړې وه، ويلي وو کېدای شي له مې وېدر سره لوبه وکړي.

خو مې ويدر ويلي وو نه غواړي له عامر خان سره لوبه وکړي او پر ځای يې انډري بېرټو غوره کړی و.

د سوک وهنې مشهور اتل مې وېدر به د سپټمبر پر ۱۲ مه له انډري بېرټو سره لوبه کوي او کېدای شي دا به يې وروستۍ لوبه وي.

عامر خان وايي "زه هر وخت تيار يم چې له مې ويدر سره لوبه وکړم خو دی له ما ډارېږي اوعامر خان له هېچا هم نه ډارېږي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption څه موده وړاندې مې ویدر وتلي سوک وهونکي مني پکیو ته ماتې ورکړه.

په تېره مۍ مياشت کې د مې وېدر او مني پکیو تر منځ په لاس وېګس کې په نړيواله کچه يوه مشهوره او قېمتې لوبه ترسره شوه چې فلويډ مې ويدر ګټلې وه.

عامر خان له خپلو ټولو ۳۴ مسابقو ۳۱ ګټلې دي او تېر کال يې ډني ګرسيا ته لوبه بايللې وه.

عامر خان وايي "زه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوم او غواړم خپل ځان د کم وزن سوک وهنې لوبو په سر کې و ګورم".

دی وايي، فلويد مې ويدر له مشهورو سوک وهونکو سره لوبه کړې او دی حق لري چې له چاسره وغواړي لوبه وکړي.

د مې ويدر او انډري بېرټو تر منځ د سوک وهنې د مسابقې په اړه عامر خان وويل،"زه خپل ملګري انډري بېرټو او د هغه روزونکي وېرګل هنټر ته ښه مسابقه غواړم. ما انډري ليدلي چې څومره سخت تمرين کوي او پوهېږم چې فلويډ ته به سخت وخت ورکړي"

وړاندې د مني پکيو، چارو سمبالوونکي، يوې برتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي چې له عامر خان سره يې د سيالۍ تړون ښايي ډېر شونی وي، د واړو سوک وهونکو تر منځ خبرې به په لندن کې ترسره شي.

ورته مطالب