فوټبال: افغانستان مالدیپ ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFF
Image caption سیالۍ د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې تر سره کېږي

د افغانستان ۱۹ کلنو فوټبال لوبغاړو د سویلي اسیا دوستانه سیالیو کې مالدیپ ته درې یو ماتې ورکړه.

دغه لوبې د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې کېږي. افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه یوه ورځ وروسته له هند سره تر سره کوي.

له دغو لوبو وروسته، چې شپږ لوبډلې پکې شاملې دي، د اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره فلسطین ته ځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر وايي:

'دغو سیالیو کې په دوو ګروپونو کې شپږ لوبډلې ګډون لري، چې اي ګروپ کې افغانستان، مالدیپ او هند دي، چې افغانستان پکې خپله لومړۍ لوبه له مالدیو نه وګټله له دې وروسته به دغه ټولې لوبډلې فلسطین کې د اسیايي هېوادونو تر منځ سیالیو لپاره هلته ځي او هر ګروپ خپل منځي لوبې کوي.'