فوټبال: مانچیسټر یونایټېډ بروژ کلب ته ۴-۰ ماته ورکړه

د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو کې مانچیسټر یونایټېډ د کلب بروژ لوبډلې ته د دوو لوبو لړۍ کې ۴-۰ ماته ورکړه او دوهم پړاو ته یې لار ومونده.

په لومړۍ لوبه کې مانچیسټر یونایټېډ ۳-۱ او په دوهمه کې ۱-۰ بریا لاسته راوړه.

په دغو دوو لوبو کې د مانچیسټر یونایټېډ له خوا تکړه بریدګر لوبغاړي او کپتان واین روني درې ګولونه وکړل.

په دوهمه لوبه کې روني د اندر هریرا د ښکلي پاس په مټ اسانه ګول ترسره کړ.

په روان سیزن کې واین روني تر اوسه دومره ښه نه و ځلېدلې خو د کلب بروژ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې یې وښوده چې د ټیم مهم بریدګر دی.

په ظاهره داسې ښکارېده چې نوموړي د لومړي ګول له ترسره کولو وروسته انرژي واخیسته او لا تونده لوبه یې وکړه.

ده د خپلې لوبډلې د لوبغاړو له پاسونو ښه ګټه پورته کړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې لومړی ځل دی چې واین روني د فوټبال اروپايي لوبو په یوه لړۍ کې پرله پسې درې ګولونه کوي.

له لوبې وروسته روني وویل: "که رښتیا ووایم، پر ما نیوکې ډېرې وې او ښايي زما پر لوبه یې اغېز کړی وای".

"خو زه اندېښمن نه وم، پوهېدم چې فرصت لاسته راشي نو ګول کولی شم".

د مانچیسټر یونایټېډ روزونکي لویس ون خال وویل:

"فکر کوم زموږ لوبه ډېره منظمه وه ځکه نو د ګول چانسونه هم ډېر وو".

دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې لومړی ځل دی چې واین روني د فوټبال اروپايي لوبو په یوه لړۍ کې پرله پسې درې ګولونه کوي.

ورته مطالب