استرالیا په یوازینۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service

د استرالیا او ایرلنډ تر منځ یوازینۍ پنځوس اوریزه لوبه کې نړیوالې اتلې استرالیا کوربه ایرلنډ ته پر ۲۳ منډو ماته ورکړه.

د لوبې اورونه د باران له کبله کم شوي وو.

استرالیا په ۴۰،۲ اورونو کې پر شپږو وېکټو ۲۲۲ منډې وکړې.

ایرلنډ ته د (ډک ورت لویس) طریقې پر بنسټ په ۲۴ اورونو کې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکل شو.

خو د دوی ټوله لوبډله په ۲۴م اوور کې پر ۱۵۷ منډو وسوځېده.

د استرالیا له لورې د سر لوبغاړي ډېوېد وارنر ۸۴ منډې وکړې او تېز بالر یې کورټر نایل د ۱۳ منډو بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

د سر لوبغاړو وارنر او جو برنز د استرالیا لپاره پر لومړۍ وېکټه ۱۳۹ منډې وکړې او د منډو ټینګ بنسټ یې کېښود.

دواړو تېزه لوبه وکړه او په هر اوور کې یې د ۶،۳۶ منډو په منځنۍ کچه منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د استرالیا تېز بالر میچل سټارک پر وړاندې د ایرلنډ توپ وهونکو تخنیک کمزوری ثابت شو.

خو د ایرلنډ بالرانو وکولی شو پای کې استرالیا پر شپږو وېکټو ۲۲۲ منډو ته محدود کړي.

په بیټینګ کې د ایرلنډ پیل ښه نه وو او په دوو اورونو کې یې خپل د سر دواړه توپ وهونکي له لاسه ورکړل.

ایډ جایس (۴۴ منډې) او نایل اوبراین (۴۵ منډې) بیا د مقاومت هڅه وکړه او په ګډه یې په ۱۲،۴ اورونو کې ۸۶ منډې جوړې کړې خو دواړه په نیمه لار کې وسوځېدل.

د استرالیا له خوا بالنګ کې میچل سټارک او پټ کمنز هم ښه وځلېدل او دواړو دوه دوه وېکټې واخیستې.

ورته مطالب