چېلسي د تمې خلاف له کرېسټل پلیس نه ماته وخوړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په روان سیزن کې د چېلسي لوبه تر اوسه ډاډمنه نه ده ثابته شوې.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د کرېسټل پلیس لوبډلې د تمې خلاف پیاوړې چیلسي ته د ۲-۱ په توپیر ماته ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمه کې هېڅ لوبډلې ګول و نه شو کړای خو کوربه چیلسي تر ډېره برلاسې ښکارېده.

په دوهمه نیمه کې بیا کرېسټل پلېس دوه او چیلسي یو ګول وکړ.

دا د چېلسي کلب د روزونکي په توګه په کور دننه په تېرو سلو لوبو کې د جوس مورینو یوازې دوهمه ماته ده.

د لوبې په دوهمه نیمه کې لومړی ګول د کرېسټل پلېس لوبډلې بکرې ساکو ترسره کړ.

ورپسې د چیلسي لوبغاړي رادامېل فلکو ګول وکړ.

خو د چېلسي له ګول سملاسي وروسته کرېسټل پلېس دوهم ګول وکړ او بیا برلاسی شو.

د غوره لیګ سیالیو دفاعي اتله لوبډله چېلسي اوسمهال د لوبو د جدول د سر ټیم مانچیسټر سيټي نه اته نمرې شاته دی.

په روان سیزن کې د چېلسي لوبه تر اوسه ډاډمنه نه ده ثابته شوې.

د غوره لیګ په بله لوبه کې ارسنال له سختې سیالې وروسته وکولی شو نیو کاسل کلب ته ۱-۰ ماته ورکړي.

نیو کاسل د یوه لوبغاړي د فاول له کبله د ۱۱ پر ځای له لسو لوبغاړو سره لوبه کوله.

ارسنال د لوبې یوازینی ګول د دوهمې نیمې په پیل کې ترسره کړ او دغه برلاسی یې تر پایه وساته.

ورته مطالب