کریکټ: افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

د انځور حقوق
Image caption افغانستان له دې مخکې د کوېت او نيپال لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.

د افغانستان کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ کې نن متحده عربي اماراتو ته هم ستره ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ۳۰،۵ اورونو کې یې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۸۹ منډو هدف ورکړ.

د افغان لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې طارق خان ۵، ضیاء الرحمن او رشید خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف په ډېره اسانۍ سره په ۱۲،۵ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځیدو پوره کړ او درېيمه بريا يې خپله کړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې حضرت الله ځاځي ۴۱ او ناصر خان هم ۴۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان له دې مخکې د کوېت او نيپال لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله څلورمه لوبه د وږي په لسمه له سعودي عربستان سره او پنځمه او وروستۍ لوبه د وږي په ١٢ مه له کوربه ماليزيا سره ترسره کړي.

د انځور حقوق

ورته مطالب