د اولمپیک نړیواله کمېټه کډوالو سره ۱،۳ میلیون ډالره مرسته کوي

د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي د اولمپیک ملي کمېټو له لارې یې کډوالو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱،۳ میلیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده.

د دغې کمېټې مشر ټامس باک وویل: "موږ د کډوالو غمیزې او د تېرو څو ورځو زړه ماتونکو کیسو خواشیني کړي یو."

"موږ پرېکړه وکړه چې باید سملاسي دغه بودیجه ځانګړې کړو."

د پنجشنبې پر ورځ، د جرمني د فوټبال کلب بایرن میونیخ اعلان وکړ چې د کډوالو سره د مرستې په موخه یو "روزنیز کمپ" جوړوي.

د اولمپیک له ملي کمېټو غوښتل شوي چې د بودیجې د پیسو لاسته راوړلو لپاره ګټور پروګرامونه او وړاندیزونه وسپاري.

په دغه بودیجه کې ۶۵۰ زره ډالره برخه د اولمپیک د نړیوالې کمېټې او همدومره برخه د اولمپیک د یووالي کمېسون ده.

د بریتانیې د لوبو ادارې هم د کډوالو ناورین ته غبرګون ښوولی او د اسټن وېلا او سوینډن ټاون فوټبال کلبونو یې ویلي چې په خپلو راتلونکو لوبو کې به د "کډوالو ښه راغلاست" شعارونه ولېږدوي.

د سکاټلنډ اتلې فوټبال لوبډلې سېلټیک هم د خپلې همکارۍ او مرستې وړاندیز کړی دی.

د دغه کلب د پخواني روزونکي جوک سټین د ۳۰م تلین د مراسمو یوه برخه پیسې به د کډوالو د ستونزې د حل په لاره کې ولګول شي.

د بریتانیې لوبغاړي څه وايي؟

د بریتانیې د ۴۰۰ مترو ځغاستې لوبې لوبغاړی مارټین روني:

"د غوره لیګ لوبډلې باید حتما مرسته وکړي. که دوی د لوبغاړو پر پېر او پلور دومره پیسې لګولی شي نو باید د دغه هدف لپاره هم پیسې ځانګړې کړي".

د انګلستان د کرېکټ لوبغاړې انیا شربسول:

"لوبې او سپورت مسولیت لري، دا مسولیت چې نور خلک مرستو او همکارۍ ته وهڅوي".

د انګلستان د هاکي ټیم لوبغاړې کېټ ریچرډسن-والش:

"ستر شرکتونه او ادارې، که سرچینې لري نو باید مرسته وکړي. سپورت او لوبې باید هر هغه څه وکړي چې له وسه یې پوره وي. دا د هر چا مسولیت دی چې خپل وس ته په کتو مرسته وکړي."

ورته مطالب