فوټبال: افغانستان له جاپانه د شپږ - صفر په توپیر ماته ومنله

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن (سپتمبر اتمه) د ۲۰۱۸م کال فوټبال نړیوال جام سیالیو د غوراوي په لومړي پړاو کې له جاپانه د شپږ - صفر په توپیر ماته وخوړه.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان دریمه لوبه وه.

لوبه د ایران د خپلواکۍ په لوبغالي کې ترسره شوه چې جاپان په کې درې ګولونه د سیالۍ په لومړۍ نیمه کې او درې نور په دوهمه نیمه کې وکړل.

افغانستان تر دې مخکې کمبوډیا ته یو - صفر ماته ورکړې وه او له سوریې یې شپږ - صفر بایللې وه.

دواړه لوبډلې به بله لوبه د ۲۰۱۶ کال مارچ پر ۲۴مه د جاپان په کوربتوب ترسره کوي.

افغانستان او جاپان تر دې مخکې په ۱۹۵۰م کال کې هم له یو بل سره مخامخ شوي وو او هغه لوبه هم جاپان ګټلې وه.

د اسیا فوټبال فدراسیون د پرېکړې پر بنسټ، د ایران لوبغالي د فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د افغانستان، عراق او سوریې د لوبو د کوربتوب مسولیت لري.

Image caption په لوبغالي کې د افغان لوبډلې مینه وال.

دغه درې هېوادونه په کور دننه د ناامنیو او تاوتریخوالي له کبله د لوبو د کوربتوب وړتیا نه لري.