فلويډ مې ويدر انډري بېرټو ته ماته ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption فلويډ مې ويدر تر اوسه د سوک وهنې ۴۹ لوبې کړې او ټولې يې ګټلې دي

د امريکا مشهور سوک وهونکی فلويډ مې وېدر خپله ۴۹ لوبه د زياتو نومرو په توپير له انډري بېرټو وګټله.

دغه مسابقه د امریکا په لاس وېګس کې ترسره شوه.

د لوبې څارونکو د ۱۰۸- ۱۲۰، ۱۱۰- ۱۱۸، ۱۱۱- ۱۱۷ پر وړاندې مې ويدر ګټونکي اعلان کړ.

فلويډ مې ويدر ۳۸ کاله عمر لري او تر اوسه يې خپلې ټولې ۴۹ لوبې ګټلې دي.

د راپورونو له مخې په دې لوبه کې بېرټو ډېره هڅه وکړه چې دا لوبه وګټي خو د خپل تکړه حريف له کبله و نه توانېد چې ښه مسابقه وکړي.

په دغه لوبه کې مې ويدر د کم او منځني وزن د اتلولۍ له کمربندونو يعنې ډبليو بي سي او ډبليو بي اې څخه دفاع کوله.

مې وېدر منلې وه چې دا به يې وروستی لوبه وي، خو له بل مشهور سوک وهونکي راکي مرکيانو چې هغه هم خپلې ټولې ۴۹ مسابقې ګټلې مساوي شي او ځينې خلک وايي کېدای شي له هغه څخه د مخ ته کېدو لپاره بله لوبه هم وکړي.

پنځه ځله د نړيوالې اتلولۍ ګټوونکي او د خپل وخت تر ټولو غوره سوک وهونکی مې ويدر وويل چې "زما د سوک وهنې سفر په رسمي ډول پای ته ورسېد".

د روان کال د مۍ مياشت کې د مې ويدر او مني پکيو تر منځ يوه په زړه پورې لوبه شوې وه چې د "پېړۍ لوبې" په نامه مشهوره ده، په هغه کې هم مې ويدر، پکيو ته ماته ورکړې وه.

مې ويدر وايي "زه ۴۰ کلنۍ ته نژدې يم، په سوک وهنه کې داسې هېڅ نه دي پاتې چې زه په کې پرمختګ وکړم، زه اوس غواړم يوازې له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړم"

ده زياته کړه "زه دغه سپورټ له خپل ټول ځواک سره پرېږدم، زه تر اوسه هم تېز او روغ يم، ما په سپورت کې هر څه تر لاسه کړي داسې څه نه دي پاتې چې ترلاسه يې کړم"

فلويډ مې ويدر د نړۍ تر ټول شتمن ستوری دی چې شاوخوا ۳۰۰ ميليون ډالره شتمني لري.

ورته مطالب