د امریکا ښځینه آزاد تنیس پایلوبه فلاویا پنټا وګټله

د انځور حقوق Reuters

د امریکا د ښځينه آزاد ټنیس پایلوبه چې د دوو ایټالیايي مېرمنو فلاویا پنتا او روبرتا وینچي ترمنځ تر سره شوه، د پنتا په ګټه پای ته ورسېده.

پنتا په نړیوال لړلیک کې ۲۶ کس ده. دې د دوه پر صفر (۷ـ۶ او ۶ـ۲ ) سره یې د خپل ماشومتوب دورې خورلڼه چې د ایټالیا په ملي ټیم کې هم ورسره ده، ماتې ورکړه او د ټنیس 'ګرنډ سلېم' لوبو کې اتلولي خپله کړه.

هغه دویمه ایټالیايۍ ده چې په ګرنډ سلیم لوبو کې اتلولي ګټي.

پنتا د اتلولۍ لقب ترلاسه کولو نه وروسته اعلان وکړ چې ډېر ژر به له مسلکي ټنیس نه مخه ښه وکړي:

"د ژوند لویه پرېکړه مې وکړه، غواړم په دې ډوله له ټنیس سره مخه ښه وکړم."

" فکر نه کوم چې وکولی شم له دې نه ښه راتلونکې ولرم."

د امریکا په آزاد ټنیس کې د نوموړې د اتلولۍ جایزه ۳،۳ میلیونه ډالره ده.

د ټنیس دغې ۳۳ کلنې لوبغاړې ویلي، مخکې له دې چې له ټنیس سره مخه ښه وکړي، د لوبو د فصل تر پایه به ولوبېږي.

ګرنډ سلېم (Grand Slam) د ټنیس مهمې کلنۍ لوبې دي.

په دې څلورم ګرنډ سلېم سیالیو کې د امریکا، استرالیا، فرانسې او ویبملډون د ټنیس لوبې شاملې دي.

د انځور حقوق Reuters

دغه لوبې د نړیوالې ډلبندۍ او د نغدي جایزې له کبله ډېر اهمیت لري.

د ویمبلډون لوبې یې پخوانۍ لوبې دي چې په ۱۸۷۷ کال کې پیل شوې، او د امریکا ازادې لوبې په ۱۸۸۱ کال، د فرانسې ازادې لوبې په ۱۸۹۱ کال او د استرالیا دغه ازادې ټینس لوبې په ۱۹۰۵ کال کې پیل شوې.

په ګرنډ سلېم لوبو کې د نارینه وو سیالي نن یکشنبه (سپتمبر ۱۳) شپه د نړیوال لړلیک کې لومړنۍ دوه کسه سیالۍ کوي.

ورته مطالب