استراليا کې سوک وهونکی له لوبې وروسته مړ شوی

د انځور حقوق Facebook
Image caption د استراليا روغتيايي ټولنې د برون له مرګ وروسته د سوک وهنې پر لوبه د بنديزغوښتنه کړې ده

د استراليا ۲۸ کلن سوک وهونکی ډيوي برون د تېرې جمعې پر ورځ د فليپين، کرول مګلي له خوا د لوبې په ۱۲ پړاو کې له پښو غور ځول شوی او بې هوښه شوی و، چې څلور ورځې وروسته مړ شو.

د دوو ماشومانو پلار برون د ژوند مرسته هغه وخت بنده شوه چې و يې نشوای کړای له ژوبلېدو وروسته بېرته روغ شي.

د استراليا روغتيايي ټولنې د برون له مرګ وروسته د سوک وهنې پر لوبه د بنديزغوښتنه کړې ده.

د برون مرګ د يوه بل سوک وهونکي برايډن سمېت له مړينې شپږ اوونۍ وروسته رامنځ ته کېږي، برايډن سمېت هم د يوې مسابقې پر مهال را پرېوتلی او بيا مړ شوی و.

پوليسو د دوشنبې پر ورځ د برون مړينه تاييد کړه او وايي په دې اړه به پلټنه ترسره کوي.

د استراليا د روغتيايي ټولنې مرستيال ډاکتر سټېفن پرنس اې بي سي رسنۍ ته ويلي "يو سوک کولای شي وژونکی وي که هغه د سوک وهنې په ميدان کې وي يا له هغه بېرون" دی وايي "سوک وهنې د ډېرو ځوانانو ژوند له مرګ سره مخ کړی دی".

ډاکتر سټېفن وايي سوک وهنه داسې جوړه شوې چې کولای شي د انسان دماغ او وجود ژوبل کړي او دا کولای شي ژوند اخيستونکې واوسي.

بل خوا ډېری خلک په دې اند دي چې سوک وهنه د ځان دفاع او د ښې روغتيا لپاره ښه سپورت دی.