' غواړم د مینه والو ملاتړ تر لاسه کړم '

د انځور حقوق Getty
Image caption نوواک جوکووچ ومنله، چې د یو اس اوپن پایلوبه کې یې د نندراچیانو د مخالفت له کبله لوبه کې ستونزې راپورته کېدې

د ټېنیس لوبې نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام درلودونکی د سربیا نوواک جوکوچ وايي د یو اس اوپن سیالیو پایلوبه کې د نندارچیانو مخالفت سره به وتوانیږي د مینه والو ملاتړ بیرته تر لاسه کړي.

د یکشنبې په ورځ نوموړي سخته سیالي کې د سویټزرلنډ لوبغاړي راجر فیډر ته ماتې ورکړه.

جوکووچ لپاره دا په ټول کې لسم ګرانډ سلم ټایټل دی، چې تر لاسه کوي یې. نوموړي روان کال اسټرالیا اوپن کې بریا تر لاسه کړه، خو فرنچ اوپن کې یې ماتې په برخه شوه. د یو اس اوپن پایلوبه کې د لوبې نندارچیانو د هغه په اړه ټوکې کولې او ناخوښي یې څرګندوله. جوکووچ په دې اړه وویل:

'زه دلته د مینه والو ملاتړ تر لاسه کولو لپاره راغلی یم او هیله من یم، چې دغه ملاتړ به تر لاسه کړم.'

خو دې سره هغه ومنله، چې د یو اس اوپن پایلوبه کې یې د نندراچیانو د مخالفت له کبله لوبه کې ستونزې راپورته کېدې. د فیډر خلاف د لوبې له ګټلو وروسته نوموړي وویل، زه دلته پر نندارچیانو نقد نه شم کولای. هغه وویل:

'راجر خورا په زړه پورې لوبه کوي. هغه اوس هم د لا غوره والي پر لور روان دی. کله چې تاسې ته معلومه وي، چې له یوه غوره لوبغاړي سره سیالي کوئ، نو اړ یاست په زړه پورې لوبه وړاندې کړئ او دغه ماښام زما لپاره نه هېریدونکی دی.'

راجر فیډر له لوبې وروسته وویل:

' دا ښه سیالي ده، خو ښايي نن شپه نه وه!

له یوه بل سره لوبه تل اسانه چاره نه وه او زه فکر کوم موږ دواړه د یوه بل په اړه له دغه ځایه د ځان په اړه او د یوه بل په اړه له ډېرو معلوماتو سره ستنیږو.'

فیډر چې ۱۷ ځلې یې ګرانډ سلم سیالیو کې بریا خپله کړې، له لوبې مخکې ویلي و:

' سږ کال نووک په بشپړه توګه فعال دی او کله چې موږ لوبه کوو، پکې هر څه ممکن دي.'