رګبي: بریتانیا لومړی، افغانستان دویم مقامونه وګټل

Image caption په کابل کې، دا ډول لوبې هم د افغانانو او هم د بهرنیو وګړو لپاره د ساتېرۍ یوه ښه شېبه ده.

کابل کې د ناټو د مرکزي قوماندې ایتلافي ځواکونو له افغان لوبغاړو سره د رګبي په لوبغالي کې سیالي وکړه. د سیالۍ هدف افغانستان کې ددغې لوبې پیاوړتیا او د رګبي لوبې د نړیوالې ورځې لمانځل وو، چې نن په بریتانیا کې پیلېږي.

افغان لوبغاړي اوږه په اوږه له ایتلافي ځواکونو سره، چې د بریتانیا، امریکا، استرالیا او فرانسې پوځي لوبغاړي پکې وو، راووتل. کابل کې د رګبي ګرانه خو خوندوره لوبه.

د سیالۍ انځورونه

تر څو پړاوه لوبو وروسته، بریتانیا لومړی، افغانستان دویم او فرانسې درېیم مقامونه وګټل.

د رګبي ملي لوبډلې کپتان جاوید رحماني وايي، حکومت باید رګبي لوبې ته ډېر پام وکړي.

په افغانستان کې رګبي لوبه څلور کاله وړاندې پیل شوه، چې په دې لنډه موده کې افغان لوبغاړو د لوېدیځې آسیا د راګبي اتلولیو ته ځانونه ورسول.

د افغانستان د رګبي فدراسیون اجرایوي مشر اسدالله زیار وايي، ټولې ستونزې به یوې خوا ته پرېږدي، خو هیله یې نړیوالو سیالیو ته ځانونه رسول دي.

Image caption په کابل کې د بریتانیا سفیرې کېرن الیزابېت پیرز چې ددغو سیالیو د لیدو لپاره راغلې وه، وویل، ددغو سیالیو د سمبالولو هدف د رګبي د پیاوړتیا ترڅنګ، هوډ دا دی چې د افغانستان ښوونځیو کې هم رګبي لوبه دود شي

دغه سیالي کابل کې د ناټو مرکزي قوماندې په لوبغالي کې وشوه، چې ټینګ امنیت ورته نیول شوی و، او د لوبغالي پر اسمان د امنیت لپاره چورلکې چورلېدې.

په کابل کې، دا ډول لوبې هم د افغانانو او هم د بهرنیو وګړو لپاره د ساتېرۍ یوه ښه شېبه ده.

په کابل کې د بریتانیا سفیرې کېرن الیزابېت پیرز چې ددغو سیالیو د لیدو لپاره راغلې وه، وویل، ددغو سیالیو د سمبالولو هدف د رګبي د پیاوړتیا ترڅنګ، هوډ دا دی چې د افغانستان ښوونځیو کې هم رګبي لوبه دود شي:

''موږ غواړو په ښوونځیو کې د رګبي لوبې پرمختګ کې همکاري وکړو، او ماشومان هم د یوه ټيم په توګه لوبه وکړي چې په دې اړه مو د افغانستان د رګبي له فدراسیون سره خبرې روانې دي. غواړو افغان رګبي لوبغاړي په بریتانیا، استرالیا او ځینو نورو هېوادنو کې ولوبېږي.''

افغانستان وړاندې د کریکټ او فوټبال سیالیو شاهد و، خو د رګبي لوبغاړي وايي، دوی له هغه ځایه دا لوبه پیل کړه، چې د کریکټ او فوټبال لوبغاړي په خپلو اړوندو لوبو کې څو کلنه تجربه لري.

Image caption په افغانستان کې رګبي لوبه څلور کاله وړاندې پیل شوه، چې په دې لنډه موده کې افغان لوبغاړو د لوېدیځې آسیا د راګبي اتلولیو ته ځانونه ورسول.

ورته مطالب