فوټبال: چلسي ۹ کسیز ارسنل ته ماته ورکړه

Image caption چلسي لا هم د نمرو په جدول کې له ارسنل نه درې نمرې شاته دی.

د انګلستان د فوټبال پرېمیرلیګ د شنبې ورځې په لوبو کې چلسي ارسنل ته ۲-۰ ماته ورکړه.

په نورو لوبو کې وېسټ بروم، بورن مت او وټفورډ خپلې لوبې وګټلې.

د نننۍ ورځې (شنبه، سپتمبر ۱۹) تر ټولو مهمه لوبه د چلسي او ارسنل تر منځ وه.

لوبه د لومړۍ نېمايي تر پایه جالبه او مساوي وه.

خو د لومړۍ برخې په وروستیو دقیقو کې لوبڅار د ارسنل دفاعي لوبغاړی ګابریال ته سور کارت ورکړ او له لوبې یې وایست.

ګابریال د چلسي له بریدګر لوبغاړي ډیاګو کوسټا سره په شخړه کې ښکېل و.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د ارسنل دویم لوبغاړي سنتیاګو کزرلا هم وايستل شو.

چلسي د ارسنل ۹ کسیزې لوبډلې پر وړاندې دوه ګولونه وکړل چې لومړی هغه د فري کېک له لارې او دویم هم د ارسنل لوبغاړي په اوږه ولګېد او ګول شو.

په لوبه کې د لوبڅار پرېکړو په اړه بېلا بېل نظرونه شته او د فوټبال ډیریو شنونکو د نوموړي پر پرېکړو نیوکه کړې.

لوبڅار د چلسي لوبغاړي ډیاګو کوسټا غلطۍ څو څو ځل پرېښودې او نوموړی یې له لوبې ونه شاړه په داسې حال کې چې د ارسنل دوه لوبغاړي یې له لوبې وشړل.

دا په روان لوبیز کال کې د چلسي یوازې دویم بری دی.

چلسي لا هم د نمرو په جدول کې له ارسنل نه درې نمرې شاته دی.

په نورو لوبو کې وېسټ بروم، اسټن وېلا ته ۱-۰ ماته ورکړه.

د دې تر څنګ بورن مت له سنډرلنډ او وټفورډ له نیوکاسل نه خپلې لوبې وګټلې.

ورته مطالب