ګالف: ټایګر ووډز د ملا ټپ له امله له لوبو بهر شو

د انځور حقوق Press Association
Image caption دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې دویم ځل دی چې نوموړی د ملا عملیات کوي.

د ګالف لوبې تکړه امریکایی لوبغاړی ټایګر ووډز د ملا د ټپ له امله تر راتلونکي کاله له لوبو بهر شو.

دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې دویم ځل دی چې نوموړی د ملا عملیات کوي.

۳۹ کلن ټایګر ووډز چې ۱۴ ځل د ګالف بېلا بېلې اتلولۍ ګټلي د جهارشنبې په ورځ د ملا عملیات وکړ او د روان کال له لوبو بهر شو.

نوموړی هیله لري چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو میاشتو کې بېرته لوبو ته راستون شي.

ټایګر ووډز په خپل پیغام کې ویلي ډېر خواشینی دی چې په سږنیو اتلولیو کې ګډون نه شي کولی خو وايي ډاډه دی ژر به لوبې ته راستون شي.

په نړیواله کچه د ګالف لوبې پخوانی لومړی شمېره لوبغاړی ووډز به سږ کال له دریو لویو اتلولیو بې برخې وي.

نوموړی د ګالف د لوبو درجه بندۍ کې اوسمهال د نړۍ په کچه ۲۸۳م شمېره لوبغاړی دی.

ورته مطالب