ټنېس: برېتانیا د ډیوېس کپ پایلوبې ته لار ومونده

د انځور حقوق AFP
Image caption دا په تېرو ۳۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې برېتانیا د ډیوېس کپ په سیالیو کې پایلوبې ته وځي.

برېتانیا د ټنېس ډیوېس کپ په نیمه پایلوبه کې سیالې لوبډلې اسټرالیا ته ۳-۱ ماتې ورکړه او په تېرو ۳۷ کلونو کې یې په لومړي ځل د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د نیمه پایلوبې په لومړۍ سیالي کې د برېتانیا انډي مري د اسټرالیا تناسي کوکیناکېس ته په دریو لړلوبو کې ماتې ورکړه.

انډي مري دغه لوبه په خورا اسانۍ (۶-۰، ۶-۳، ۶-۰) وګټله.

د شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹) د دوه کسیزې لوبډلې په سیالي کې د برېتانیا له لوري انډي مري او جیمي مري وړاندې شول.

دواړو ورونو د اسټرالیا لیټن هوېټ او ساموېل ګروت ته په یوه اوږده او سخته سیالي کې ماتې ورکړه.

برېتانیا په نیمه پایلوبه کې ۲-۱ مخته شو.

نن یکشنبه (سپتمبر ۲۰) د برېتانیا لپاره مهمه ورځ وه.

برېتانوی انډي مري د سیالې لوبډلې له برنارډ ټامېچ سره مخامخ و.

مري خپل سیال په دریو لړلوبو کې (۷-۵، ۶-۳، ۶-۳) مات کړ او په دې ډول نیمه پایلوبه برېتانیا ۳-۱ وګټله.

دا په تېرو ۳۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې برېتانیا د ډیوېس کپ په سیالیو کې پایلوبې ته وځي.

د ټنېس د ډیوېس کپ پایلوبه به په لندن کې د روان کال نومبر په ۲۳مه نېټه ترسره شي.

ورته مطالب