رګبي نړیوال جام: د سموا لوبډلې امریکا ته ماته ورکړه

Image caption د سموا له خوا ننای-ویلیمز او اوفیسا تريویرانوس امتیازونه لاسته راوړل.

د ۲۰۱۵ کال رګبي نړیوال جام سیالیو کې د سموا لوبډلې له یوې سختې لوبې وروسته امریکا ته د ۲۵-۱۶ په توپیر ماته ورکړه.

د امریکا لوبغاړي په لوبه کې تر ډېره بې نظمه ښکاره شول او د سموا لوبډلې ته یې ګڼې پینلټیانې ورکړې.

په لوبه کې تر ډېره حده سموا برلاسې وه او پر توپ یې کنترول درلود.

د سموا له خوا ننای-ویلیمز او اوفیسا تريویرانوس امتیازونه لاسته راوړل.

په ځواب کې د امریکا لوبغاړو کریس ویلز او کریس بومن هم نمرې ترلاسه کړې خو پای کې سموا پیاوړې ثابته شوه.

سموا هڅه لري له ۱۹۹۵ کال وروسته د لومړي ځل لپاره ځان د نړیوال جام منځلوبې ته ورسوي.

دوی په خپله بله لوبه کې د سوېلي افریقا له لوبډلې سره مخامخېږي.

Image caption پیاوړې لوبډلې وېلز هم له سختې لوبې وروسته او په مشکله د یوروګوای لوبډلې ته ماته ورکړه.

بله خوا پیاوړې لوبډلې وېلز هم له سختې لوبې وروسته او په مشکله د یوروګوای لوبډلې ته ماته ورکړه.

د وېلز کوري الن پرله پسې درې امتیازه لاسته راوړل او خپله لوبډله یې د سیالۍ د لومړۍ نیمې تر پایه ۲۸-۹ مخکې کړه.

یورواګوی پیل کې په زړه پورې لوبه وکړه خو وېلز لوبډلې ژر غبرګون وښود او پر سیالۍ برلاسې شوه.

Image caption د ارجنټاین لوبې د نیوزیلنډ لوبغاړو ته ټکان ورکړی و خو دوی ځانونه له لاسه ور نه کړل او پای کې برلاسي شول.

د وېلز بریا او لوبه ډاډمنه نه وه او ښايي انګلستان سره خپلې بلې لوبې کې له ستونزو سره مخامخ شي.

په بله لوبه کې ارجنټاین د دفاعي اتل نیوزیلنډ پر وړاندې په زړه پورې لوبه وکړه خو پای کې نیوزیلنډ د ۲۶-۱۶ په توپیر بریا لاسته راوړه.

د ارجنټاین لوبې د نیوزیلنډ لوبغاړو ته ټکان ورکړی و خو دوی ځانونه له لاسه ور نه کړل او پای کې برلاسي شول.

ورته مطالب