اپریدی: زمبابوی کمزوری سیال نه دی

Image caption "شل اوریز نړیوال جام ته په پام سره باید نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي".

د پاکستان د شل اوریزو لوبو کپتان شاهد اپریدی وايي زمبابوی کمزوری سیال نه بولي ځکه دوی په خپلو وروستیو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلی دي.

د شاهد اپریدي په مشرۍ د پاکستان لوبډله د چارشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۴مه) زمبابوې ته روانه شوه.

دوی به هلته له زمبابوی سره د سپتمبر پر ۲۷مه او ۲۹مه دوه شل اوریزې لوبې کوي.

تر شل اوریزو لوبو وروسته به د پاکستان د یو ورځنیو لوبو ټیم د اظهر علي په مشرۍ له زمبابوې سره درې ۵۰ اوریزې لوبې کوي.

شاهد اپریدی وايي شل اوریزې لوبې داسې دي چې هېڅ لوبډله په کې کمزورې نه شئ بللی ځکه په دغو لوبو کې که سیال یو ځل برلاسی شي نو بیا یې کنترولول ستونزمن دي.

په دې وروستیو کې زمبابوې پاکستان ته سفر کړی و او کوربه ټیم سره یې په شویو لوبو کې سخته سیالي کړې وه.

شاهد اپریدی وايي، د شل اوریز جام لوبو ته په پام سره، باید لوبډله کې نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

له زمبابوی سره د لوبو لپاره د پاکستانۍ لوبډلې لپاره دوه نوي لوبغاړي په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي وویل، تر دې ډېر نوي لوبغاړي مو نه شوای لوبولی خو تمه یې څرګنده کړه چې په راتلونکو سیالیو کې به با استعداده لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړل شي.

شاهد اپریدي د نوي تیز بالر عمران خان په اړه وویل دی ښه توپ اچونکی دی او ورو توپ یې ډېر اغېزناک دی.

ده زیاته کړه شل اوریز جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه یې د لوبډلې ټاکونکو ته ویلي چې د انګلستان له ځايي لوبډلې انګلینډ لاینز سره هم لوبېدو ته لېواله دی.

ټاکل شوې د انګلینډ لاینز لوبډله روان کال دسمبر میاشت متحده عربي اماراتو کې د پاکستان له الف لوبډلې سره لوبه وکړي.

شاهد اپریدي په ۸۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې لوبېدلی او ۸۳ وېکټې یې اخیستې دي.

پاکستان لپاره تر اپريدي یوازې سعید اجمل ډېرې وېکټې (۸۵) اخیستې دي.

اپریدي په ۲۷ شل اوریزو لوبو کې د پاکستان لوبډلې مشري کړې، ۱۳ لوبې یې ګټلې او ۱۴ یې بایللې دي.

ورته مطالب