سوېس کې د فیفا له مشر جنايي پلټنې کېږي

Image caption فیفا وايي دوی د سوېس له لوی څارنوالۍ سره همکاري کوي.

د سوېس څارنوالانو د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر سېپ بلټر پر ضد د جنايي جرمونو دوسیه پرانیستې ده.

د دغه هېواد د لوی څارنوال دفتر وویل، له نوموړي د "جنايي او د ناسمې ادارې" په تور پلټنې کېږي.

دفتر زیاته کړه، له ښاغلي بلټر پوښتنې ګروېږنې روانې دي او د ده د دفتر تالاشي هم شوې ده.

فیفا وايي دوی د سوېس له لوی څارنوالۍ سره همکاري کوي.

د سوېس د لوی څارنوال دفتر وايي، پلټنې د تلویزون چینل د حقونو د یوه تړون په اړه دي چې ښاغلي بلټر د کارابین سیمې د فوټبال له مشر جک وارنر سره په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک کړی و.

په وینا پاڼه کې راغلي، پر ښاغلي بلټر دا شک هم دی چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د اروپا فوټبال مشر مېشل پلټیني ته په "ناعادلانه ډول پیسې" ورکړې دي.

د مې په میاشت کې، د سوېس په زیوریخ ښار کې د فیفا اووه چارواکي د امریکايي چارواکو له لورې د اداري فساد په تور ونیول شول.

ښاغلي بلټر د مې پر ۲۹مه د پرله پسې پنځم ځل لپاره د فیفا د مشرۍ ټاکنې وګټلې خو د اداري فساد له تورونو وروسته یې د جون پر دوهمه اعلان وکړ چې له خپلې دندې ګوښه کېږي.

ټاکل شوې نوموړی راتلونکی کال د فبروري پر ۲۶مه د فیفا په ځانګړې غونډه کې له خپلې دندې لرې شي.

فیفا د جمعې پر ورځ خپل نوی پلان شوی کنفرانس له پیله یوازې څو دقیقې مخکې لغوه کړ.

ټاکل شوې وه، ښاغلی بلټر دغه کنفرانس ته وینا وکړي.

.

ورته مطالب