نیوزیلنډ رګبي نړیوال جام کې نمېبیا ته ماته ورکړه

Image caption د نیوزیلنډ لوبډله د نړیوال جام سیالیو په تېرو ۲۶ لوبو کې ماته نه ده خوړلې.

د رګبي نړیوال جام سیالیو په لړ کې دفاعي اتل نیوزیلنډ خپل سیال نمېبیا ته د ۵۸-۱۴ په توپیر د لندن په اولمپیک لوبغالي کې په اسانۍ ماته ورکړه.

دا په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ پرله پسې دوهمه بریا ده.

د نمرو پر اساس نمېبیا په روانو نړیوالو لوبو کې تر ټولو کمزورې لوبډله ګڼل کېږي ځکه نو د نمېبیا هڅه دا وه چې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ستر توپیر ماتې مخه ونیسي.

نیوزیلنډ له دمې مخکې پنځه پاینټه لاسته راوړل او په دوهمه نیمه کې یې څلور نور ورزیات کړل.

د افریقا لوبډلې نمېبیا لپاره تر ټولو ښه شېبه هغه مهال وه چې په دوهمه نیمه کې یې لوبغاړي جوهن ډېسل د پاینټ ګټلو ښکلې هڅه وکړه.

د نیوزیلنډ لوبډله د نړیوال جام سیالیو په تېرو ۲۶ لوبو کې ماته نه ده خوړلې چې له ۱۹۸۷ کال راهیسې ریکارډ شمېرل کېږي.

شنونکي وايي دوی ښايي په اسانۍ منځلوبو ته ځانونه ورسوي چې هلته به یا له ایرلنډ او یا فرانسې سره مخامخېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ارجنټاین ته ماته ورکړه.

د دوی بله لوبه نن د جورجیا پر وړاندې ده.

بله خوا نمېبیا چې د نړیوالو سیالیو په تېرو ۱۶ لوبو کې یې بریا لاسته نه ده راوړې، خپله بله لوبه له ټانګا هېواد سره د سې شنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۹مه) ترسره کوي.

د نیوزیلنډ نېهي مېلنر-سکډر د سیالۍ تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو چې د خپلې لوبډلې لپاره یې دوه پاینټونه لاسته راوړل.

د نمېبیا سختو هڅو هغه مهال نتیجه ورکړه چې ډېسل د نیوزیلنډ دفاعي لیکه ماته کړه او پاینټ یې لاسته راوړ.

که څه هم نیوزیلنډ په اسانۍ سره نمېبیا ته ماته ورکړه، خو څرګنده وه چې نمېبیا پرمختګ کړی دی.

د ۲۰۰۳ کال رګبي نړیوال جام سیالیو کې نمېبیا له استرالیا د ۱۴۲-۰ په ستر توپیر ماته خوړلې وه.

خو په ۲۰۱۱ کال کې بیا نمېبیا د سوېلي افریقا او وېلز لوبډلو پر وړاندې ۹۰ پاینټونه لاسته راوړل.

ورته مطالب