کرېکټ: لومړۍ شل اوریزه لوبه پاکستان وګټله

Image caption زمبابوې د هدف په تعقیب کې د ۹ لوبغاړو پر سر یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.

د پاکستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو تر منځ د دوه شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالي کې پاکستان زمبابوې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان توپ وهونکو د لوبې ښه پیل ونه کړ او په لومړیو شپږو اورونو کې یې ۳۳ منډې وکړې او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.

تر هغه وروسته هم پرله پسې د پاکستان توپ وهونکي وسوځېدل.

دوی په ټولو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سر ۱۳۶ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان په توپ وهونکو کې شعیب ملک تر ټولو ډېرې ۳۵ منډې وکړې.

تنکي پښتون لوبغاړي محمد رضوان هم ۳۳ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

زمبابوې د هدف په تعقیب کې د ۹ لوبغاړو پر سر یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې عماد وسیم څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوموړي تر څنګ وهاب ریاض او سهیل تنویر هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

ورته مطالب