د ایرلنډ رګبي لوبډلې رومانیا ته ۴۴-۱۰ ماته ورکړه

Image caption د لوبې د لومړۍ نیمې تر پایه د ټامي بویي او کیت ایرلز د پاینټونو په مټ ایرلنډ ۱۸-۳ مخکې شو.

ایرلنډ د رګبي ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو کې رومانیا ته په ستر توپیر ماته ورکړه او د لوبو د جدول په سر کې ځای خپل کړ.

د انګلستان وېمبلي لوبغالي کې د دغې لوبې لیدو ته په ریکارډ کچه ۸۹۲۶۷ مینه وال راغلي وو.

ایرلنډ دغه لوبه کې د سترې بریا له کبله یو اضافي (بونس) پاینټ هم لاسته راوړ.

د لوبې د لومړۍ نیمې تر پایه د ټامي بویي او کیت ایرلز د پاینټونو په مټ ایرلنډ ۱۸-۳ مخکې شو.

ایرلز او بويي په دوهمه نیمه کې هم د خپلې لوبډلې لپاره امتیازونه لاسته راوړل.

سره له دې چې ایرلنډ پر لوبه برلاسی خو د پاینټونو ډېر نور چانسونه یې له لاسه ورکړل او له ګڼو پاسونو یې هم ګټه پورته نه کړه.

د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې ایرلنډ داسې مهال اضافي پاینټ لاسته راوړ چې د رومانیا لوبغاړي ستړي ښکارېدل.

د ایرلنډ بله لوبه د یکشنبې پر ورځ له ایټالیې سره دی او که دغه لوبه هم وګټي نو دوی منځلوبو ته لار موندلی شي.

د ایرلنډ لوبډلې روزونکي وویل، "راتلونکې اوونۍ زموږ لپاره مهمه ده."

"موږ کولی شو منځلوبو ته لار ومومو. که راتلونکې لوبه وګټو نو له فرانسې سره لوبه کې به تر فشار لاندې نه یو."

ورته مطالب