د مالي مرستندویانو له غوښتنو سره هم بلاټر استعفا نه کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د سویټزرلنډ څارنوالانو پر ۷۹ کلن بلاټر تور پورې کړی، چې داسې یوه هوکړه یې لاسلیک کړې، چې د فیفا لپاره پکې ګټه نه وه

د فوټبال نړیوالې شورا د مهمو مالي مرستندویه کمپنیو کوکاکولا، ویزا، بډوایزر او میکډونلډز له غوښتنې سره هم د فیفا مشر سیپ بلاټر خپله دنده نه پریږدي.

دغه کمپنۍ غواړي، چې ښاغلی بلاټر سملاسي استعفا وړاندې کړي.

تېره اونۍ د بلاټر خلاف سویټزرلنډ کې د څېړنو له پیلیدو وروسته د یادو کمپنیو له لوري دغه غوښتنه مخې ته راغلې ده.

مکدونالدز ویلي د بلاټر ګوښه کېدل به د سپورت په ګټه وي.

د سویټزرلنډ څارنوالانو پر ۷۹ کلن بلاټر تور پورې کړی، چې داسې یوه هوکړه یې لاسلیک کړې، چې د فیفا لپاره پکې ګټه نه وه.

دې سره د یوئیفا مشر مایکل پلاټیني پر نوموړي د ' بې ځایه پېسو ورکولو ' تور لګولی، خو ښاغلي بلاټر دغه تورونه ردوي.

د جمعې په ورځ ښاغلي بلاټر د مدافع وکیلانو په وسیله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: ' اوس به استعفا کول نه خو فیفا ته ګومه ګټه ورسوي او نه به هم په څېړنو کې کومه مرسته وکړي.'

بل لور ته د بډوایزر کمپنې موسس شرکت اي بي این بیو په خبره ' بلاټر د اصلاحاتو پر وړاندې خنډ دی '

ویزا کمپنۍ هم ویلي، چې د بلاټر ګوښه کېدل به د فوټبال او لوبو لپاره ګټوره چاره وي.

د فوټبال ایسوسي ایشن مشر ګریګ ډایک بیا دغه پېښې ' د لوبې لوري بدلونکې ' بولي. د نوموړي په وینا: 'اوس دا مهمه نه ده، چې بلاټر څه وايي، که فیفا ته د پېسو ورکونکي بدلون غواړي، هغوی به بدلون تر لاسه کړي او له موږ نه هغو کسانو ته دا ښه زیری دی، چې بدلون غواړي.'

تېرو کلونو کې پر فیفا یو شمېر تورونه لګیدلي دي او فیفا وايي دوی د څېړنو لړ کې مرسته کوي.