هغوی چې بال نه شي لیدی او کرېکټ کوي

Image caption د جلال آباد ښار په یوه لوبغالي کې د نابینایانو دوه لوبډلې د لوبو ډګر ته روانې دي یو پر بل یې لاسونه اېښي او په دې مسکور دي چې لوبه کې به تر یوه بل مخکې وي،

په افغانستان کې له کرېکټ سره د خلکو مينه دې کچې ته رسېدلې چې اوس یو شمېر نابینا وګړو هم دغې لوبې ته ملا تړلې، په ختیځ ننګرهار او کونړ کې تر شلو ډېر ځوانان چې څه نه شي لیدای، کرېکټ کوي او خپلې ځانګړې لوبډلې لري.

د جلال آباد ښار په یوه لوبغالي کې د نابینایانو دوه لوبډلې د لوبو ډګر ته روانې دي، یو پر بل یې لاسونه اېښي او په دې مسکور دي چې لوبه کې به تر یوه بل مخکې وي، خو هغوی چې څه نه شي لیدای بال څه ډول وهلی او یا رانیولی شي، حیرانوونکې نه ده توپ شرنګېدلی وي او غوږ پسې وړي چې بال کوم پلو ځي.

د خپل لاس بټ ورپسې ګرځوي د منډو واټن یې مالوم کړی وي او ځغلي، عبدالحلیم دیوګلی د کونړ د نابینایانو د کرېکټ لوبډلې مشر دی وايي دې لوبې یې د ټولو ملګرو لېوالتیا ده:

"موږ په کلي کې هم لوبه کوو ډېر ملګري لرو ننګرهار ته هم د سیالیو لپاره ځو، موږ ته ډېر خوند راکوي، د نابینایانو خو نورې لوبه نشته کرېکټ زموږ د صحت لپاره هم ښه دی، ډېره مزه کوي چې زه بیټینګ کوم او بال ته په تمه یم."

Image caption هغوی چې څه نه شي لیدای بال څه ډول وهلی او یا رانیولی شي، حیرانوونکې نه ده توپ شرنګېدلی وي او غوږ پسې وړي چې بال کوم پلو ځي.

په دې لوبډلو کې کم عمره لس کلن او د پاخه عمر لوبغاړي هم شته، ځینې یې یاد لوبغاړي دي ځکه له دې تېرو درې کلونو راهیسې لوبه کوي. عبدالمعید غریب مل د څو بچو پلار دی ومې پوښته مېرمن او کورنۍ دې د لوبې په اړه څه غبرګون درته لري

"اله مېرمنې مې راته خندل یوه ورځ د کرېکټ په جامو کې کورته لاړم ټوله کورنۍ راته حیرانه وه چې ته څنګه کرېکټ کولی شې."

Image caption د خپل لاس بټ ورپسې ګرځوي د منډو واټن یې مالوم کړی وي او ځغلي

خو یو څوک و چې د نابینایانو لپاره ددې لوبې د جوړښت لټه یې کوله، په ختیځو ولایتونو کې د نبینایانو د ټولنې مشر فضل غني بشردوست وايي له ډېره وخته په دې خوارۍ و چې یوه لوبه وګوري هغه چې نابینایانو ته اسانه وي خو هند ته یې له یوه سفر وروسته د کرېکټ لوبه غوره کړه:

"له ۲۰۱۲ کال راهیسې موږ ورسره خواري کوو او کرېکټ مو دې ځای ته رارسولی."

دا به له کرېکټ سره د خلکو لېونۍ مینه وي، خو د نابینا وګړو نوښت هم دی څه چې غواړي د خپلې ټولنې د خواخوږۍ سترګې ځان ته راواړوي او ووايي چې ګوندې له چا وروسته نه دي.

Image caption په دې لوبډلو کې کم عمره لس کلن او د پاخه عمر لوبغاړي هم شته، ځینې یې یاد لوبغاړي دي ځکه له دې تېرو درې کلونو راهیسې لوبه کوي

ورته مطالب