ټنېس: جاکووېچ د چین پرانېستې سیالۍ وګټلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption جاکووېچ دغه پایلوبه په دوو لړلوبو کې ۶-۲، ۶-۲ وګټله.

په ټینېس کې د چین د پرانېستو لوبو په یوې په زړه پورې پایلوبه کې د نړۍ لومړۍ شمېره لوبغاړي نوواک جاکووېچ، رفایل نډال ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دا په دغو سیالیو کې د نډال شپږمه اتلولي وه.

اسپانوي رفایل نډال د سیالۍ د دویم سېټ ګټلو فرصت له لاسه ورکړ او ونه توانېد چې لوبه برابره کړي.

جاکووېچ دغه پایلوبه په دوو لړلوبو کې ۶-۲، ۶-۲ وګټله.

دا د سرېبیا نوواک جاکووېچ ۸مه اتلولي وه چې سږ کال یې ګټي.

نوموړي وویل

"دې کې هېڅ شک نشته چې د چین پرانېستې سیالۍ زما لپاره د لوبیز ژوند تر ټولو بریالۍ سیالۍ دي"

بل اړخ ته د جاپان په ټنېس پرانېستو سیالیو کې د سویس سټن واورېنکا د فرانسې بېنېټ پرایر ته په دوو لړ لوبو کې ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

ورته مطالب