کرېکټ: لومړۍ ټېسټ لوبه کې د پاکستان ښه پیل

Image caption د پاکستان د پیل توپ وهونکی شان مسعود یوازې په دوو منډو وسوځېد.

د پاکستان او انګلستان د کرېکټ لوبډلو تر منځ د دریو ټېسټ لوبو د سیالیو لومړۍ هغه نن (سې شنبه اکتوبر ۱۳) په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان د پیل توپ وهونکی شان مسعود یوازې په دوو منډو وسوځېد.

خو تر هغه وروسته محمد حفیظ او شعیب ملک ښه توپ وهنه وکړه او د دواړو توپ وهونکو تر منځ تر دې دمه د ۱۶۲ منډو ملګرتیا شوې ده.

شعیب ملک چې څه باندې پنځه کاله وروسته ټېسټ لوبو ته راستون شوی نیمه سليزه پوره کړ.

پاکستان د چایو تر دمې لږ څه وړاندې ۱۷۰ منډې کړې دي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی.

د انګلستان په توپ وهونکو کې یوازینۍ وېکټه جیمز انډرسن اخیستې.

دا د دواړو کرېکټ لوبډلو تر منځ د دریو ټېسټ لوبو لومړۍ ده.

تر ټېسټ لوبو وروسته به د پاکستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو تر منځ پنځه یو ورځینۍ او دوه شل اوره لوبې هم وشي.

ورته مطالب