افغانستان که زمبابوې، د کرېکټ لوبو لړۍ به څوک وګټي؟

Image caption وروستی ځل د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۴م کال کې څلور یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې ۲-۲ برابرې پای ته ورسېدې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (جمعه اکتوبر ۱۶) د زمبابوې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو او دوه شل اوره لوبو لړۍ پیلوي.

افغانستان له خپل نوي روزونکي انضمام الحق سره څو ورځې وړاندې د زمبابوې پر لور وخوځېده.

وروستی ځل د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۴م کال کې څلور یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې ۲-۲ برابرې پای ته ورسېدې.

دا ځل هم د دواړو لوبډلو تر منځ د سختې سیالۍ تمه ده.

زمبابوې په تېرو څو میاشتو کې پرله پسې له ګڼو لوبډلو سره په سیالیو بوخته وه.

وروستۍ لوبې یې د پاکستان او ایرلنډ د کرېکټ لوبډلو پر وړاندې وې.

د افغانستان نوی روزونکی

Image caption د افغانستان نوی روزونکی انضمام الحق

بل لورې ته افغانستان دوه اونۍ وړاندې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی انضمام الحق د لوبډلې لنډ مهالی مشر روزونکی ټاکلی.

ملي لوبډلې د خپل نوي روزونکي تر څار لاندې په تېره یوه اونۍ کې ګڼ تمرینونو ترسره کړي او هیله لري چې د زمبابوې پر وړاندې به ښه ولبېږي.

په تېره یوه اونۍ کې افغانستان د روزنې او تمرین تر څنګ د زمبابوې سیمه اییزو لوبډلو پر وړاندې تمریناتي لوبې وکړې.

په دغو دریو لوبو کې دوه افغانستان وګټلې او درېیمه یې د زمبابوې سیمه اییزې لوبډلې وګټله.

نړیوال جام ته چمتووالی

Image caption افغانستان تمه لري چې دغه لوبې به یې ورسره د نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې ښه مرسته وکړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي بي بي سي پښتو وېب پاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبې یې د راتلونکي کال نړیوال جام ته د چمتووالي یو مهم پړاو دی.

نوموړي هیله وښودله چې لوبډله یې د زمبابوې پر وړاندې ښه وځلېږي او د کرېکټ نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي هېواد سره به یې دغه سیالۍ د چمتووالي په پړاو کې یو ښه ګام وي.

که ۲۰۱۴م کال ته ورستانه شو او د دغو دواړو لوبډلو تر منځ په ترسره شویو سیالیو نظر واچوو نو لومړیو دوو لوبو کې د زمبابوې توپ وهونکو ښه توپ وهنه وکړه او د پیل دوه لوبې یې په اسانۍ وګټلې.

درېیمه لوبه کې د دولت ځدران د ښې توپ وهنې په مرسته افغانستان په وروستي اوور کې لوبه وګټله.

او درېیمه لوبه کې نو بیا افغانستان برلاسی و او لوبه یې په اسانۍ وګټله، او په دې ډول هغه سیالۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي پای ته ورسېدې.

که د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو جوړښت، د دوی د لوبې انداز او لوبغاړي یې سره پرتله شي نو توپیرونه یې ډېر دي.

د انځور حقوق 2014
Image caption دغه دواړه لوبډلې په ۲۰۱۴م کال کې سره مخامخ وې

افغانستان چټک توپ اچوونکي لري.

شاه پور ځدران، حمید حسن او دولت ځدران د افغانستان تېز او مهم توپ اچوونکي دي او د ځینو لویو او تکړه لوبډلو سره په لوبه کې ښه ځلېدلي.

په پرتلیز ډول د زمبابوې لوبډله د چټکې توپ اچونې لپاره نه پېژندل کېږي.

د افغانستان توپ وهونکي تېزه لوبه خوښوي او د شپږيزو وهلو مینه وال دي.

د زمبابوې لوبډله بیا په پام لوبه کوي او یو څه محافظه کاره ده.

زمبابوې د افغانستان په پرتله د نړیوالو لوبو خورا ډېره تجربه لري او په کور کې هم لوبېږي نو ښايي دا ورته ګټه وکړي.

د یو ورځنیو لوبو مهالوېش

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ لوبې
شمېره نېټه د لوبې ځای
لومړۍ لوبه اکتوبر ۱۶ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو
دویمه لوبه اکتوبر ۱۸ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو
درېیمه لوبه اکتوبر ۲۰ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو
څلورمه لوبه اکتوبر ۲۲ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو
پنځمه لوبه اکتوبر ۲۴ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو

د شل اوره لوبو مهالوېش

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ لوبې
شمېره نېټه د لوبې ځای
لومړۍ لوبه اکتوبر ۲۷ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو
دویمه لوبه اکتوبر ۲۹ کوینز کرېکټ لوبغال بولاوایو