هندي بالر ظهیرخان له نړیوال کرېکټ نه تقاعد اعلان کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption ۳۷ کلن ظهیرخان د هند لپاره په ۹۲ ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې او ټولټال یې ۳۱۱ ویکټونه تر لاسه کړي دي

د هند کرېکټ لوبغاړي ظهیرخان د پنجشنبې ( ۱۵ اکتوبر ) په ورځ اعلان وکړ، چې له دې وروسته به نړیوالو لوبو کې برخه نه اخلي، خو د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په رپوټ کې د هغه له قوله ویل شوي، چې د هند غوره لیګ راتلونکو سیالیو کې برخې اخیستو ته چمتو دی.

۳۷ کلن ظهیرخان د هند لپاره په ۹۲ ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې او ټولټال یې ۳۱۱ ویکټونه تر لاسه کړي دي. د ۲۰۱۱ کال په نړیوال جام سیالیو کې د ۲۱ لوبغاړو سوځولو سره ظهیرخان په خپلو هېوادوالو سیالانو کې تر ټولو مخکښ و.

نوموړي دغه راز ۲۰۰ یوه ورځنیو او ۱۷ شل اوریزو لوبو کې هم برخه درلوده، چې په ترتیب یې پکې ۲۸۲ او ۱۷ ویکټې تر لاسه کړې.

د ده له خولې ویل شوي:

' پرېکړه مې وکړه، چې همدا اوس له نړیوال کرېکټه لاس پرسر شم.'

هغه زیاتوي، چې په ځینو سختو حالاتو کې هم د مینه والو ملاتړ راسره و، ډېر څه مې زده کړل او وتوانیدم د هندوستان کرېکټ پرمختګ لپاره خپل رول تر سره کړم.

'د شري رامپور نومي کلي یو ماشوم وم، د باولینګ لپاره مې انجینري پرېښوده، پلار مور مې د دغې پرېکړې ملاتړ وکړ، پلار به مې ویل' انجینران خو ډېر دی ته همداسې ښه یې چې باولر شې. '

مخکې د هند غوره لیګ مشر راجیو شوکلا په خپل ټویټر پیغام کې د ظهیرخان تقاعد اعلان وړاندوینه کړې وه او د پنجشنبې په ګهیځ ظهیرخان د خواله رسنیو له لارې دغه موضوع تایید کړه.

ظهیرخان چې کیڼ لاسی تېز بالر و له څه مودې راهیسې د ټپي کېدو له کبله له ملي لوبډلې بهر و. هغه وروستی ځل ۲۰۱۴ کال کې ویلینګټن کې نیوزیلانډ سره لوبه کې د خپلې ملي لوبډلې ملتیا وکړه.

د ای پي ایل تېرو سیالیو کې بیا ظهیر خان د ډيلي ډارډیولز له لوري برخه درلوده او توانید، چې اته لوبغاړي له میدانه بهر کړي.

.