کرېکټ: کمې رڼا پاکستانۍ لوبډله له ماتې وژغورله

د انځور حقوق Getty
Image caption په لومړۍ پاړۍ کې د پاکستان لپاره شعيب ملک غبرګه سليزه ووهله او د انګلستان لپاره السټر کوک

د متحد عرب اماراتو په ابوظبۍ کې د پاکستان او انګلستان ترمنځ لومړنۍ پنځه ورځنۍ ټېست کرېکټ لوبه پرته له کومې پايلې پای ته ورسېده.

د شنبې پر ورځ چې د لوبې وروستۍ ورځ وه پاکستان انګلستان ته د بري لپاره د ۹۹ منډو اسانه هدف وټاکه.

خو له انګلستان سره بخت ياري و نه کړه او لوبه د کمې رڼا له امله په داسې وخت کې ختمه اعلان شوه چې انګلستان د څلورو لوبغاړو پر سر ۷۳ منډې کړې وې.

د انګلستان څلور واړه لوبغاړي ورو توپ اچوونکو شعيب ملک او ذوالفقار بابر وسوځول.

تر دې وړاندې پاکستان په خپله دويمه پاړۍ يا اننګز کې يوازې ۱۷۳ منډې وکړې او دا چې انګلستان په لومړۍ پاړۍ کې ترې ۷۵ منډې مخکې و انګلستان ته يې د ۹۸ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان ورو توپ اچوونکی عادل رشيد په دويمه پاړۍ کې د پاکستاني لوبغاړو لپاره خورا خطرناک پرېوت او د ۶۸ منډو په ورکولو سره يې پاکستانيان وسوځول.

معين علي او جيمز انډرسن دوه دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او يو بل يې په منډه کې وسوځېد.

په دويمه پاړۍ کې له يونس خان او لوبډلمشر مصباح الحق پرته نور لوبغاړي د انګلستان د بالرانو پر وړاندې و نه درېدل.

يونس خان ۴۵ منډې وکړې او مصباح الح پنځوسيزه پوره کړه.

په لومړۍ پاړۍ کې د پاکستان لپاره شعيب ملک غبرګه سليزه ووهله او د انګلستان لپاره السټر کوک غبرګه سليزه ووهله.

انګلستان په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۵۹۸ او پاکستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې وکړې او وار يې انګلستان ته ورکړ.

ورته مطالب