''۲۰ اووريز کرېکټ دې د اولمپيک برخه شي''

Image caption د اولمپيک نړيواله کمېټه راتلونکې مياشت غونډه کوي او اولمپيکي لوبو کې به د کرېکټ د ۲۰ اووريزو لوبو شونتيا ور اروزوي

د کرېکټ وتلو څېرو شين وان او سچن ټنډولکر غوښتي چې د کرېکټ ۲۰ اووريزې سيالۍ دې د اولمپيک لوبو برخه شي.

د اولمپيک نړيواله کمېټه راتلونکې مياشت غونډه کوي او اولمپيکي لوبو کې به د کرېکټ د ۲۰ اووريزو لوبو شونتيا وارزوي.

د هند مشهور توپوهونکي سچن ټنډولکر بي بي سي ته ويلي: ''زه فکر کوم دا يوه ښه نظريه ده او د اولمپيک لپاره ۲۰ اووريزې لوبې غوره دي.''

د استراليا ورو توپ اچوونکی شين وان بيا بي بي سي ته ويلي: ''زه دا خوښووم چې کرېکټ د اولمپيک يوه لوبه وي او څوک پوهېږي، ښايي همداسې وشي.''

دوی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دواړه لوبغاړي به دريو ۲۰ اووريزو کرېکټ لوبو کې د سيالو لوبډلو مشري پر غاړه ولري.

دغه لوبې به د کرېکټ د ودې او په نړيواله کچه خلکو ته د ورپېژندل کېدو په موخه نومبر کې په امريکا کې وشي.

په اولمپيک کې د کرېکټ شاملېدو په تړاو د دوی ملاتړ به د کرېکټ پر نړيوالې شورا فشار زيات کړي چې اجازه ورکړي کرېکټ د اولمپيک برخه شي.

د کرېکټ نړيواله شورا وايي که داسې وشي نو د کرېکټ د نړيوال جام او ۲۰ اووريز نړيوال جام په ګډون به د نړيوالو اتلوليو ارزښت پيکه شي.

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption کرېکټ تر ډېره په اسيا، افريقا، استراليا او د اروپا د ګوتو په شمېر هېوادونو کې کېږي او د امريکا په لويه وچه کې ورسره خلک زيات بلد نه دي

په جولای مياشت کې هم يو ځلې د دې غوښتنه وشوه، چې ۲۰ اووريز کرېکټ دې د ۲۰۲۴ اوړي اولمپيک لوبو برخه شي.

له دې غوښتنې وروسته د کرېکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د دغې شورا مشران به په نومبر کې په دې اړه غونډه وکړي.

توپوهونکی ټنډولکر په دې اند دی چې د کرېکټ ۲۰ اووريزه بڼه د اولمپيک لپاره مناسبه ده.

دی وايي: ''دا د هغو کسانو لپاره غوره بڼه ده چې د کرېکټ په اړه پوهاوی نه لري او د هغو لپاره هم ښه بڼه ده چې کرېکت ورته معرفي شي.''

ټنډولګر چې اوس له نړيوال کرېکټ لاس پر سر شوی وايي: ''دغه لوبه لکه د ځينو نورو لوبو په څېر په دريو ساعتونو کې ختمېږي. تاسو لوبغالي ته ځئ او درې ساعته وروسته بېرته خپلو کارونو ته ستېږئ.''

کرېکټ تر ډېره په اسيا، افريقا، استراليا او د اروپا د ګوتو په شمېر هېوادونو کې کېږي او د امريکا په لويه وچه کې ورسره خلک زيات بلد نه دي.

ورته مطالب